لیکوال:محمدناصر حلیمي
نړۍ ته د نړېوالې سیالۍ بلنه!
که موږ د
ګڼو او راز راز علومو زر تنو متخصصو اديبو فيلسوفانو
ته د نړۍ په تر ټولو ارام ښار کې د قرآن کریم په څېر لیکنې لار د مسلمانانو په
پانګونه هواره کړو، ايا کولاى شي، په سلګونو کلونو کې د قرآن کریم په څېر د
کايناتو طبیعي او د انساني ژوند سره په تړاو، بشري اړتياوې، وړتياوې او اجتماعي
قوانین دومره دقيق، منظم، معقول، ګټور او جامع تصوير کړي، چې په خوږو، لنډو، په زړه پورې، عقل رڼوونکو، خير رسونکو، ښوونکو او
وجدان ځلوونکو ادبي اسلوبو په رعايت د انسان له عقلي او عاطفي کچې سره داسې برابر
وړاندې کړي، چې د ټول بشريت لپاره په هره زمانه کې د هر انسان له جسمي، عقلي او
عاطفي عمر سره برابر وي. ماشوم يې مفاهیم درک او ستر فیلسوفان يې په عجایبو او
غرایبو ځان اریان دریان وګڼي او څومره چې علمي حقایق را ښکاره شي، هومره یې حقایق
ثابت شي، څومره چې پلی شي، هومره حقونه او مسؤولیتونه کره ادا شي. څومره چې انساني
څېړنې معیاري شي، هومره يې حقانیت د نړۍ ستر پوهان مني او د هر علمي تخصص متخصص یې
پخپل تخصص کې معجز وګڼي. دا ښېګڼې په قرآن کریم کې تر پورته تعبیرونو په لوړه کچه
دي.[1]
د نړۍ
ځواکمنو هېوادو په زرګونه ختیځپوهان (مستشرقین) د همدې لپاره وروزل ؛ خو د قرآني
حقانیت ډېر ښېرازه استعدادونه يې دې ته اړ کړل چې د قرآن کریم حقانیت ته غاړه
کېږدي او د نړۍ په کچه د خپلو حکومتونو د غوښتنو، پانګونې او موخو پر خلاف د قرآن
کریم پر حقانیت اعتراف وکړي([2])
[1]. الأزدي ، معمر بن ابي
عمر راشد ، ابو عروة البصري ، جامع معمر بن راشد ، ج11 ، ص 143.
[2]. په دې اړه هغو ماخذونو
ته مراجعه وشي چې د نویو مسلمان شویو شخصیتونو د اسلام لاملونه یې بیان کړي دي. چې يو څو يې د بېلګې
په توګه يادوو:

No comments:
Post a Comment