لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن عملاً عالي دی
قرآني موخې د پند او خوند له پلوه بې کچې سپېڅلې، ګټورې، عالي دي. هر انسان د خپلې
وړتيا او عاطفې سپېڅلتيا په کچه ترې ګټه اخېستلاى شي. د قرآن کریم زده کړې ته باید
د عالي اهدافو خاوندان مټې را ونغاړي، چې بشريت له خطرناکو ناورینونو څخه وژغوري، د
ژوند اسانۍ
ورته چمتو، خوږې او پرېمانه کړي.
قرآن د بشريت لپاره د نجات کښتۍ ده ؛ خو هله چې
لوړ موخې، سپېڅلې، عالم او عادل قرآن لوستي څاروان ومومي.
ځکه د قرآن کریم لارښوونې او کړنلار د بشريت ژغورنې
د هدف او معیار د تر لاسي لپاره ډېره کره او سوچه ده، چې کره او سوچه خلک ترې ګټه اخېستى شي يا هغو چې د کره کېدنې لپاره څپانده او سوچه کېدنې ته شاهينانه هوډ لري. د قرآن کریم ارزونه د نتایجو،
وړاندوینې، د تشکیل د مواصفاتو او محسوسو نتایجو د هر اړخیزې ښودنې بېساري او عالي
بېلګه ده، چې له هر ډول تېروتنې، تېرايستنې، تېري او ملنډو پاکه ده.
د قرآن کریم پر لارښوونو د قرآن کریم پر شرایطو
برابر په نبوي دود روزل شوي شخصیتونه د عالي اخلاقو، پیاوړې رواني وضعې، ګټورو
انساني ځانګړتیاوو، پايلنو، (پایله والو) چارو خاوندان او د اسمانڅکو اهدافو د
ترلاسولو اتلان دي.

No comments:
Post a Comment