روښانه زړونه او هوښيار عقلونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

روښانه زړونه او  هوښيار عقلونه

په قرآن کریم د سمو روزل شويو او ښه پالل شويو، انساني ښېګڼې او مواصفات د کميت او کیفیت له پلوه تر نورو سپېڅلي او عالي دي. قرآن د انسان روح، عقل او جسم رڼوي او د لوړو هدفونو، عالي ویناوو، چارو، افکارو او هسکو ارادو لپاره يې خوښ او سوکاله روزي، دنیوي او اخروي استفادې ته يې په عزتمنه بڼه په لوړه کچه يې داسې چمتو کوي چې نيم ژوند يې خوند او نيمايي پند وي.

داسې عزتمنه بڼه لري چې فردي، اجتماعي او حکومتي درنښت تضمینوي، چې فرد د اجتماع او حکومت د عزت وسیله او حکومت د فرد او اجتماع د عزت ذريعه او اجتماع د حکومت او فرد د درنښت سرچينه وي. په قرآني لارښوونو د ټوليز او ټولنيز عمل له لارې هر عنصر پخپل وار بل ته عزت او خوښي بښي، د خپګان ذلت ریښې او د سپکاوي چینې وچوي.

قرآن انسان ته د عبادت، اقتصاد، سياست او ټولنې په برخه کې د لوړو هر اړخیزو طرحو په وړاندې کولو روزنه او ښوونه ورکوي او عملي نتایج ترې غواړي او پر داسې لار یې بیايي چې که صادقانه لاړ شي، هرومرو سترې موخې او پایلیزې چارې ترلاسولای او انساني ټولنې د عزت لوړ کچ ته رسولای شي.

قرآن انسان داسې روزي، چې د ټول بشر لپاره د رحمت، لارښوونې او درناوي سرچينه شي. درناوى د رحم او هدایت د داسې خپراوي له لارې چې بشري سرچينې سپېڅلې، پياوړې او طبيعي منابع مسخرې شي، نه د غصب، ظلم او له واک نه د ناروا استفادې او بډو له لارې.

قرآن انسانان لوړو اهدافو ته د رسېدو لپاره دې ته چمتو کوي چې د بشر عقلي، عاطفي او جسمي قوتونو ته متوازنه، منسجمه وده او سپېڅلتیا ورکړي او د کار، زیار او څېړنې له لارې حقایقو ته په لاسرسي، مادي او معنوي بریاوې د عامو او خاصو عزتونو د ساتنې او تعميم لپاره په فردي او اجتماعي فعالیتونو لاس پورې کړي.

مسلمانان مکلف دي چې د بشريت لپاره يې داسې ښوونیز، روزنیز، روغتیايي، اداري، قضايي او ټولنیز جوړښتونه رامنځته کړي چې د فرد، ټولنې او حکومتونو د درنښت پرمختګ او خوښۍ ضمانت وکړي، نه دا چې له زوال سره يې مخ کړي.


No comments:

Post a Comment