لیکوال:محمدناصر حلیمي
کايناتو د تسخير د هدايت څو بېلګې
۱۲. له سمندر نه د استفادې هدايت.
١. بېړۍ ځغلونه، صادرات او
واردات.
٢. د الله تعالی فضل (حلال مال) لټون.
٣. له الهي نعمتونو استفاده او خلکوته خير رسول.
۴.له اوبو نه د ماهيانو په روزنه
او د فصلونو په خړوبولو کې استفاده
۱. د سمندر اېلول: «سخرلکم البحر":"بحر"په قرآن کریم کې ( ۴۶) ځلې ذکرشوی دی.
الله تعالی انسانانو ته بحر د دې لپاره تسخیر کړی چې انسان د بحرونو له مرغلرو، له نفتي توکو، کبانو، نړيوالو
مواصلاتي اړيکو او داسې نورو خزانو نه ګټه وکړي.
له بحرونو نه په ګټه بشري پرګنې
خپله ټولنه د لوږې او بېوزلۍ له ښاماره ژغورلاى شي.
د سیاسي، اقتصادي، تجارتي، صنعتي.. پرمختیاوو لپاره له بحر
نه ګټه بنسټیز کار او ستره دیني وجیبه ده، متأسفانه
د انسانيت په دردناک تاریخ کې، د سمندرونو تر تسخیر او استفادې، خپلسرو، استبدادي حکومتونو د انسانانو په تسخیرولو او
غلامولو کې خپل ډېر مادي او معنوي امکانات پکار اچولي دي، خو نتیجه یې د ژوند په
ګڼو ډګرونو کې لالهاندي، خواري او شرمندګي راختلې وه.
اسلامپوهان د سمندرونو د تسخیر او
استفادې لپاره د ګڼو کادري شخصیتونو له لارې د اسلامي هېوادونو د کورني نظام
ټينګښت، ګټورانسجام او د یوې واقعي ژمنې پر اساس نېکو او ټینګو متبادلو اړیکو ته اړتیا لري.
د انساني نړۍ
لویه نیمګړتیا له سمندرونو نه، د انسان په ګټه لږه ګټه
آخستنه
ده.

No comments:
Post a Comment