لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۱.
دکايناتو د تسخير هدايت
په کایناتو کې چې هر
څه دي، د انسان او ژويو
د اړتياوو حل، وړتياوو ته د ودې او د خدمت لپاره شته شوي
دي، د کایناتو هره ذره موندل او د انسان لپاره د هوسا او پرمختللي ژوند بښل، د
کایناتو د تسخیرهدایت دی.
پورتني او له ژوند سره
په تړاو د هدايت ټول ډولونه د قرآن کریم د هدايت ډولونه دي، د هدايت هر ډول له نورو څخه اغېزمن دی،
د یوه پرمختګ د بل پرمختګ دی او د یوه پرېوتل د بل پرېوتل دي.
«هُوَ الَّذِي خَلَقَ
لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ
سَبْعَ سَمَوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ».[1]
(هماغه ذات دى چې تاسې ته یې د زمکې ټول شيان پيدا كړل، بيا يې د اسمان خوا
ته توجه وكړه اووه اسمانونه يې سم كړل او هغه د هر څه علم لري).
الله تعالى وايي: « مَتَاعًا لَكُمْ
وَلِأَنْعَامِكُمْ (٣٣) ». (تاسو او ستاسو د ژويو لپاره).
بالاخره هر څه زموږ او
زموږ د څارويو لپاره دي.

No comments:
Post a Comment