۱۰. څېړنيز هدايت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۰.       څېړنيز هدايت

د طبیعي، ټولنیزو، روزنیزو او رواني حقایقو را سپړل او په تجربو سره د حقونو د ادا د اصولو د رامنځته کولو لارې چارې رامنځته کول یا د عقلي او عاطفي قوتونو د استعمال له لارې د حقایقو را سپړل او د مفاهیمو درک کول څېړنېز هدايت دی.

الله تعالی وايي: «وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ».[1] (پخپلو نفسونو کې ولې ژوره کتنه نه کوئ!).

نفس په قرآن کریم کې د عقل، جسم او روح مجموعې ته وايي. [2]

د نفس روح او جسم پالل د قرآن کریم اساسي هدف دی. انساني نفس چې ونه پېژندل شي، د پاللو پرځای ځپل کېږي، ډېر خلک د انسان روزنې د مسؤولیت پر ځای انسان ځپنه کوي، ځکه چې د انسان د عقلي، جسمي، عاطفي رواني او اجتماعي ودې کړنلارې تګلارې، عوامل او عاملين نه پېژني او حق یې په سمه توګه نشي ادا کولای. نو ځکه الله تعالی انسان د انساني نفس په کره پېژندنه ژمنوي او ورته وايي پخپلو نفسونو کې ژوره کتنه او عالمانه ځيرنه وکړئ.

الله وايي: «وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ».[3]

(ایا تاسو پخپلو عقلونو، جسمونو او روحونو کې ژوره کتنه نه کوئ؟).

د آسمانو، زمکې او نورو مخلوقاتو په کره او پوره پېژندنه او کار اخیستنه کې پلټنه او څېړنه هم د قرآني هدایت یوه رڼا ده چې انساني عقل او ضمیر ورباندې رڼوي.

الله وايي: «أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ الله مِنْ شَيْءٍ ».[4]

(ايا دوى د اسمانونو، زمکې او هغه چې الله پيدا کړي دي، په جوړښت کې ژوره کتنه نه ده کړې؟).

په نباتاتو، د زمکې خړوبېدل او په شاړو دښتو او میرو کې د تاندو بوټو او سمسورو ونو په کرلو او د څارويو په خړوبولو او پاللو کې څېړنه هم یو قرآني امر دی.

«أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَآءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ».[5]

(او دوی نه دي لیدلي چې مونږ ېوې شاړې زمکې ته او به څه ډول راولو او بياله هماغې زمکې نه داسې حاصلات راباسو چې له هغه نه هم د دوی څاروي خوراك كوي او هم دوی پخپله؟ايا دوی ژوره کتنه نه کوي؟).

د نورو قومونو په ژوند، کړنو او ویناوو کې، چې په الهي نعمتونو یې ناروا چارې ترسره کړي او د خپلو ګناهونو له امله له منځه تللي، څېړنه کول یو قرآني امر دی[6].

«أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَآءَ عَلَيْهِمْ مِدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِينَ».[7]

(آيا هغوى نه دي ليدلي چې مخكې ترې څومره ملتونه تباه كړي دي، چې د هر يوه پخپل دور كې نوم او واكمني وه؟ موږ په ځمكه كې هغو ته وس واک وربښلى و، چې تاسې ته مو نه دى دربښلى، پر هغو مو له اسمانه ښه ورښتونه وكړل او لاندې مو ترې ويالې وبهولې، (خو كله چې هغوى د نعمت ناشكري وكړه نو) په پاى كې مو د هغو د ګناهونو په مجازاتو كې تباه كړل او پر ځاى مو یې د بل دور ملتونه راپورته كړل).

همداسې د ژوند په ټولو اړخونو په ټولو شيانو او د طبيعيت کې څېړنه او پلټنه او د انسان ارزونه او روزنه قرآني امر دی، د مسلمانانو د موجوده ناوړه وضعې یو لامل له څېړنیز هدایت څخه بې خبري او بې غوري ده.



[1]. الذاریات: ٢١.

[2]. حليمي ، محمد ناصر ، نفس په قرآن کې ، ص ١٦.

[3]. الذاریات: ٢١.

[4] الاعراف: ۱۸۵.

[5]. الم سجده: ٢٧.

[6]. په دې اړه لاندې کتابونه باید په دیني درسي نصاب کې شامل شي.

۱. شريف الشيخ صالح احمدالخطيب ، اشراف الد کتور عثماني عبدالمنعم يوسف ، السنن الالهية ، فى الحياة الانسانية واثرالايمان بها فى العقيدة والسلوک. 2. السنن الالهیه ، فی الامم والجماعات و الافراد ، دکتور عبدالکریم زیدان. 3. الاستبداد السیاسي والاسلام محمد الغزالي. 4. ماذا خسر العالم بانحطاط العالم الاسلامي السید ابوالحسن علي الحسن الندوي [ رحمهم الله ] د اسلام د تطبیق او نه تطبیق په نتیجه کې د بشري پرګنو د عروج او زوال حیرانوونکي انځورونه راکښلي دي.

[7]. الانعام: ٦.


No comments:

Post a Comment