لیکوال:محمدناصر حلیمي
۹. روزنیز هدايت
انسان، حیوان، نبات.. ته داسې
پالنه چې په پوړیزه ګټوره او عزتمنه بڼه د کمال پړاو ته
ورسېږي، په انساني ټولنه کې د ستونزو کچه را ټيټه او د ښېګڼو کچه لوړه کړي.
انسانان د نورو ژویو، بوټو، ونو، ګلونو،
مېوو او غلو دانو پاللو دنده لري، چې له دې لارې په بشري ژوند
کې د فقر سپېره ټغر ټول، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختيا رامنځته، بشري عواطف او عقلونه د
الله تعالی له مینې او وېرې څخه د حقونو
او ژمنو د ادا په موخه د هر اړخیز کمال لوړې مرحلې ته
ورسوي.
انسان د کمال داسې مرحلې ته ورسوي
چې په کایناتو کې له ژویو، نباتاتو، جماداتو، غازاتو، رڼاګانو او وړانګو څخه د
انسانیت د پراختیا او پرمختيا لپاره سالمه او پوره ګټنه وشي.
الله تعالی وايي: «مَتَاعَالَکُم
وَ لِانعَامِکُم».[1] (تاسې او ستاسې د څارويو
لپاره ګټور وي).

No comments:
Post a Comment