لیکوال:محمدناصر حلیمي
د ښو شخصیتونو تقلید
د وينا، عمل، باور، مديريت او رهبريت له پلوه پياوړي
شخصيتونه بايد په ټولنه کې وده وکړي، چې وينا، عمل او کاري نتايج يې د کاري
پراختيا او د ټولنيز انسجام د لا پياوړتيا لامل شي. هڅه وشي چې ټولنه د فرد
محورۍ په لومه کې ښکېله نشي، چې بيا ټولنه د ځانګړو ګوندونو
او ځانګړو شخصيتونو له وړو ارمانونو او محدودو نظرياتو نذرانه کېږي.
قوي شخصيتونه ټولنه کې ټولنيزې سرچينې پخپل محور نه څرخوي، قوي شخصيتونه ټولنيزې سرچينې د ستونزو په رژولو
او د پرمختياو لپاره کاروي هغه هېڅ
شخصيت نه دى، چې خپل پلويان لاس پړ کولو او د
ځان لپاره زنده باد ته هڅوي يا داخلي شخړې او جنجالونه پاروي.
قرآن په لاندې آيتونو کې موږ پوهوي
چې د هغو ((محسنينو، صالحانو، حکيمانو پرلار، برځئ چې پرپخه، سيده او ګټوره لار
عملاْ په داسې بڼه تللی وی چې انسانان، ژوی او نباتاتو ته يې ګټه رسيدلې وي.
«وَوَهَبْنَا
لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلًّا هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِنْ قَبْلُ
وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ
وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (٨٤) وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَى وَعِيسَى
وَإِلْيَاسَ كُلٌّ مِنَ الصَّالِحِينَ (٨٥) وَإِسْمَاعِيلَ
وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ (٨٦)
وَمِنْ اٰبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ
وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (٨٧) ذَلِكَ هُدَى الله يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ
وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (٨٨) أُولَئِكَ الَّذِينَ اٰتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ
فَإِنْ يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَيْسُوا بِهَا
بِكَافِرِينَ (٨٩) أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى الله فَبِهُدَاهُمُ
اقْتَدِهِ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ اجرا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى
لِلْعَالَمِينَ (٩٠)».[1]
(او موږ ابراهيم (عليه السلام) ته د اسحق او يعقوب (عليهما السلام) غوندې زوزات وركړه او هر يوه ته مو
سمه لار وښوده. هماغه سمه لار چې) له دې نه مخكې مو نوح ته ورښودولې وه او د هماغه له اولادې نه مو
داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون ته (هدايت وركړ) په دې توګه موږ نېكانو
ته د هغوى د نېكۍ مكافات وركوو. د هماغه له اولادې څخه مو زكريا، يحيى، عيسی او الياس
علیهم السلام ته هدايت وکړ، هغوى ټول نېكان وو. د هماغه له كورنۍ څخه مو اسماعيل، اليسع، يونس او لوط
علیهم السلام ته هدايت له دوى نه هر يوه ته مو پر ټولو نړېوالو لوړتيا وروبښله، دغه
راز مو د هغو له پلرونو نېكونو، د هغو له اولادې او د هغوى له ورونو څخه پر زياترو
باندې پېرزوينه وكړه، د خپل خدمت لپاره مو غوره كړل او د سمې لارې ښوونه مو ورته
وكړه، دا د الله
تعالی هدايت دى چې هغه له خپلو بندګانو څخه چې چا ته وغواړي لارښوونه كوي، خو كه
هغوى شرک كړى واى، نو
د هغوى ټول عملونه به لاهو شوي واى.
دا هماغه
كسان وو چې موږ ورته كتاب، حكم او پېغمبري وركړې وه. اوس كه يې دا خلک له منلو ډډه كوي، نو
(پروا نشته) موږ څه نورو خلكو ته دا نعمت ورسپارلى دى چې له هغه څخه
منكران نه دي. اى محمده صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم! هماغه كسان د الله
تعالی له لوري هدايت ميندونكي وو، د هماغو پر لار ته هم لاړ شه او ووايه چې زه (د
دې تبليغ او لارښوونې) په وظيفه له تاسې نه د كوم اجر غوښتونكى نه يم، دا د ټولو
نړېوالو لپاره يو عمومي نصيحت او
پند
دى).
په څومره اړخونو کې چې بشري نړۍ سمون او پرمختيا ته اړ ده، په همغه اړخ کې
د يو پېغمبر عقلي، عاطفي، جسمي او اجتماعي ځانګړتياوې دريځ ګړندو ياد شوی دی. چې
په همغه برخه کې نور محصلين د خپلو استعدادنو د کميت او کيفيت له پلوه يې چارې
اجرا کوي مثلاً دعوتي دريځ، د عوتي کړنلار، دعوتي عقل روح او جسم له نوم نه زده
کوو. حکومتولۍ نظام له سلېمان داود، يوسف، عليهم السلام نه اخلو، همداسې نور پېغمبران.

No comments:
Post a Comment