پندپالنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

پندپالنه

ذهني، جسمي او عاطفي وړتياوې د رسنيو، محراب، ممبر، ښوونيز نصاب، کورني نظام له لارې منلو او پلي کولو ته چمتو شي، داسې چې ټولنه د کره او سوچه کړنو سمبول شي.

ټولنه داسې جوړه شي، چې ظالم خپل جرم جبران کړي او بښنه وغواړي، متقابل احترام او د يو بل درناوى د ټولنې د جوړښت داسې عناصر شي، چې ټولنه الله تعالى ته ګرانه او د الله د بښنې وړ شي او دا د ښو چارو د کچې د لوړوالي په تناسف کېږي.

«لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ».[1]

(د هغوى لپاره د هغو له رب سره د سلامتيا كور دى او هغه د هغو سمو كړنو له امله د هغوى سرپرست او چارسمبال دى چې هغوى غوره كړې ده).

«إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍكَرِيمٍ».[2]

(ته خو هماغه څوک خبرولاى شې، چې د نصيحت تابع شي او له ناليدلي رحمن (خداى) نه ووېرېږي هغه ته د بښنې او غوره اجر زېرى وركړه).



[1]. الانعام: ١٢٧.

[2]. یس: ١١.


No comments:

Post a Comment