لیکوال:محمدناصر حلیمي
ایمان او علم
په ټولنه کې چې د علم کچه څومره لوړېږي ؛ هومره خلکو ته د دين رښتينولي
جوتېږي، څومره چې د علم کچه لوړېږي، هومره د قرآن کریم منلو او عملي کولو ته د انسان جسم،
عقل، روح، روان او ټولنه چمتو کېږي.
څومره چې په ټولنه کې خلک د علم له خوږ نعمت څخه بې برخې وي یا تعلیم د کیفیت او وسایلو له پلوه کمزوری وي هومره ټولنه له قرآني موخو او لارښوونو څخه لرې او قرآن ورته بې ارزښته وي، د علم له پلوه پر درنو خلکو دروند او ارزښتناک وي.
«وَلِيَعْلَمَ
الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ
فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ الله لَهَادِ الَّذِينَ اٰمَنُوا إِلَى
صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ».[1]
(او له علمه برخمن خلک پوهېږي چې ستا د رب له لوري دا حق دى او هغوى ورباندې ايمان راوړي
او زړونه یې ورته تابع شي، بېشكه الله تعالی ايمان راوړونكو ته تل سمه لار ښيي).

No comments:
Post a Comment