د رد، نه منلو او انکار په معنا


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د رد، نه منلو او انکار په معنا

كله چې د یوه انسان ټول ژوند بې خونده او بې پنده تېر شوی وي، د بې خونده او بې پنده چارو، افکارو او خبرو زهر یې ګوټلي  او ورسره اموخته شوی وي بیا د پند او خوند خبرو ته حیرانیږي! کله چې د یو انسان وهم، خیال او کاذب تصورات وده وکړي، عاقلانه خبرې ورته نا منلي بریښي او حیرانېږي.

کله چې یو انسان د ذلت په چوکه روږدی شوی وي او بیا یې د عزت پر لور بیايې خبرې ورته نامنلې ښکاري او حیرانېږي. هغه انسان چې ظلم یې منلی وي او ظالم ته يې په ضمیر کې د ظلم جواز ورکړی وي، کله چې د ظلم او ظالم پر ضد زړوره خبره او د ظالمانو د مجازاتولو خبره اوري، حیرانېږي.

کله چې انسان په ټیټو اهدافو کې روزل شوی وي، د سترو چارو د ترسرونې په خبره حیرانېږي. د حیرانتیا پورته ډولونه د رد، نه منلو او انکار په معنا دي. د تاريخ په بهير کې د عقل او عاطفې له پلوه ړانده، په وهم، خيال او کاذبو تصوراتو روږدي، ذلیل النفس، د ظلم او ظالم پلویان قرآني لارښوونې نا منلي حیرانوونکې خبرې ګڼي.

«الر تِلْكَ اٰيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ (١) أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرالَّذِينَ اٰمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ».[1]

(ا – ل- ر – دا د هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه ډک دى ايا د خلكو لپاره دا د حيرانتيا وړ خبره شوه، چې موږ له همغو څخه خپل يو سړي ته وحې وكړه، چې (په غفلت كې لوېدلي) خلک راويښ كړه او څوک چې يې ومني، هغو ته زېرى وركړه چې د هغو لپاره د هغو له رب سره ريښتونى عزت او سر لوړي ده؟ ايا همدا هغه خبره ده چې پر هغې منكرانو وويل چې دا سړى ښكاره كوډګر دى؟)

دوی له هغو خلکو سره بلد دي چې په وچ زور خپل اوامر پرې پلي کړي، چې په دوی کبر وکړي او ځان لوړ وګڼي دوی داسې پېغمبر ته حیرانېږي او نه يې مني چې له دوی سره د دوی غوندې اوسېږي. خوراک، پوښاک، ناسته ولاړه او کړه وړه يې د عامو خلکو غوندې او دوی ته ورته دی ؛ خو کارونه ستر او چارې درنې پر مخ بیايي. د مکې مشرکين د ګڼو او بې شمېره خدايانو په لمانځنه عادت شوي وو، يو خداى ورته ډېر حيرانوونکى او د منلو وړ نه و.

«وَعَجِبُوا أَنْ جَآءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ (٤) أَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ».[2]

(دوى پردې خبره سخت تعجب وكړ چې دوى ته پخپله له همدوى نه يو وېروونكى راغى. كافرانو وويل چې دى كوډګر دى، ډېر دروغجن دى ايا ده د ټولو خدايانو پرځاى يواځې همدا يو خداى وګرځاوه؟ دا خو ډېره د تعجب وړ خبره ده).

«ق وَالْقُرْاٰنِ الْمَجيدِ (١) بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَآءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجيبٌ (٢) أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ (٣) قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ (٤) بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَرِيجٍ(٥)».[3]

(ق، قسم دى پر قرآن مجيد ؛ بلكې د دې خلكو تعجب په دې خبره راغى چې يو وېروونكى پخپله له همدوى نه دوى ته راغى بيا كافرانو وويل: دا عجيبه خبره ده، ايا كله چې موږ مړه شو او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كړاى شو)؟ دا بېرته راګرځېدل ؛ خو له پوهې لرې دي، (په داسې حال كې چې ځمكه د دوى جوسې خوري، هغه ټول زموږ په علم كې دي او له موږ سره يو كتاب دى، چې هر څه پكې خوندي دي؛ بلكې دوى ته خو چې كله حق راغى، هغه وخت يې هغه ښكاره دروغ وګاڼه له همدې امله دوى اوس په كړكېچ كې نښتي دي).



[1]. يونس: 1-2.

[2]. ص: 1-5.

[3]. ق: 1-5.


No comments:

Post a Comment