د منلو او ارزښتمن ګڼلو حیرانتیا


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د منلو او ارزښتمن ګڼلو حیرانتیا

د عربي ادبياتو یو متخصص وايي: که موږ ووايو چې قرآن کریم د الله تعالی کتاب نه دى ؛ نو مجبور يو چې محمد ﷺ خداى وګڼو ؛ ځکه چې له الله تعالی پرته بل څوک د داسې کتاب د لېږلو ځواک نه لري.

د قرآني لارښوونو ګټورتیا، د قرآني موخو سپېڅلتیا او د تګلارو تطبیقي وړتیا، ټولنيزه او وګړيزې وړتيا ته هر انسان او هره ټولنه د خپل استعداد، همت، هوښیارتیا او هدف د لوېوالي او سپېڅلتیا هومره حیران دی.

کله چې انسان خپلې دندې سالمې سرته ورسولې، الهي او بشري حقونه لاڅه چې د سلیمان عليه السلام په څېر يې د مرغانو او د مېږیانو د حقونو ادا ته حيرانېږي، خوشحالېږي او د مسؤولیت د نه ترسرونې تر مهاله نه خاندي ؛ ځکه په زړه کې يې ژوندى احساس څپې وهي.

«أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (٥٩) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (٦٠) وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ (٦١) فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا (٦٢)».[1]

(نو ايا دا هغه خبرې دي چې تاسې ورته حيرانېږئ؟ خاندئ او ژاړئ نه؟ او په سندرو يې مخه نيسئ؟)

ستر خلک حق اداينې، د مسووليتونو جامع والي او خوږوالي، د ژمنو کره ترسرنې ته هم حيرانېږي.

له سترو، هدفمنو او پتمنو انسانانو سره هم چې د قرآن کریم سترې خبرې د ستونزو د کونجي په توګه د عمل او نتيجې په موخه شریکېږي، نو ورته حیرانېږي. کله چې د یو انسان عقل وده وکړي او د حقایقو د پلټنې تنده پکې زیاته وي، د قرآن کریم عالمانه او عاقلانه خبرو ته ډېرحیرانېږي او پخسېږي.

کله چې یو انسان د پند او خوند خبرې ډېرې اورېدلې وي او ترهغه هم ښې خبرې اوري، د خبرو خوږوالي او په زړه پورېوالي ته حیرانېږي او هوسېږي.



[1]. النجم: 59-62.


No comments:

Post a Comment