د حق پلټونکي پېريان، پېغمبران او نور ستر انسانان


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د حق پلټونکي پېريان، پېغمبران او نور ستر انسانان

حق پلټونکو پېريانو، پېغمبرانو او ستر زړو او روڼ آندو انسانانو ته حیرانوونکی دی. حق پلټونکو پېريانو چې د قرآن کریم نجات بښونکې خبرې واورېدې، قرآن کریم ته يې د حیرانتیا په نظر وکاته الله تعالی داسې حکايت کوي:

(قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآَنًا عَجَبًا (1) يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآَمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا (۲) ».[1]

(اي پېغمبره! ورته ووايه، ماته وحې رالېږل شوې ده چې د پيريانو يوې ډلې په غور سره قرآن واورېده، بيا يې په بېرته ستنېدو وروسته خپل قوم ته وويل: (موږ خو يو ډېر عجيب قرآن کریم اورېدلى دى) پخې او ګټورې لارې ته خلک رابلي ؛ نو ځکه مو ایمان پرې راووړ او له خپل رب سره هېڅوک نه شریکوو).

پېغمبرﷺ هم ځکه د قرآن کریم عاطفه تخنوونکو، عقل رڼوونکو حق موندونکو او حقپالونکو تعبیرونو ته حیران و، چې ستر زړه او لوی عقل يې د قرآن کریم په لوستو رڼېده او غټېده او چې څومره یې لوسته ؛ هومره یې تنده زیاتېده او خړوبېده.

دیني مدرسې په دې مکلفې دي چې انساني عقلونه روښانه، ایماني دنده ترسره، انساني عواطف د انسانانو پر درد خوږمن خواږه او مینه ناک کړي، چې انساني عقلونه د الله تعالی طبیعي او تشریعي آیتونو ته په پېغمبري تعجب ور وړاندې شي، چې پایله يې بشريت ته د ژوند په ټولو اړخونو کې د نېکمرغیو بښل، بشریت ته د امن راوستل د علم، عدل، مينې او مهربانيو وېشل دي.

انساني عقل دومره پراخه او عاطفه یې دومره غښتلې کړي چې د قرآن کریم د سترو اهدافو لاس ته راوړلو ته يې عقل او تطبیق ته يې عاطفه چمتو وي.

هوښیار خلک بیا د کم عقلو کړنو ته حیرانېږي د دوی پر کم عقلۍ ځورېږي د دوی ناوړه افکارو، سپکو ویناوو او د زیانمنو اعمالو زيان ته ځير او مخنیوي ته يې چمتو کېږي.

په لاندې آیتونو کې پېغمبري تعجب او مشرکانه تعجب سره پرتله شوې دي.

«وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَئِذَا كُنَّا تُرَابًا أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ».[2]

(اوس كه ته حېرانېږې، نو د دوى وينا حيرانوونکې ده چې ' كله چې موږ مړه شو، خاورې شو، نو ايا موږ به بيا له سره شته كړاى شو'؟ دا هغه خلک دي چې دوی پخپل رب كافر شوي دي. دا هغه كسان دي چې په غاړو كې يې طوقونه پراته دي. دوى دوزخيان دي او په دوزخ كې به همېشه مېشت وي).

د کم عقلۍ درملنه د معقول استدلال، عقل پاله علمي سیستم او تشکیل له لارې شونې ده محسوس دلايل ورته وړاندې او غلطې کړنې ورته په ګوته کړي، چې د دوی غلطې ادعاګانې ښکاره شي.

«فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ (١١) بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ (١٢) وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ (١٣) وَإِذَا رَأَوْا اٰيَةً يَسْتَسْخِرُونَ (١٤) وَقَالُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ (١٥) أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ (١٦) أَوَاٰبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ (١٧) قُلْ نَعَمْ وَأَنْتُمْ دَاخِرُونَ (١٨) فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنْظُرُونَ(١٩)».[3]

(بېشكه ستاسې حقيقي معبود صرف يو دى. هغه ذات چې د اسمانونو او زمکې او د ټولو هغو شيانو رب دى چې په ځمكه او آسمان كې دي او د ټولو ختيځونو څښتن. موږد دنیا آسمان په ستور و سينګار كړى دى. اوله هر سرغړوونكي شيطان څخه مو خوندي ساتلى دى. دغه شيطانان د پاسنۍ نړۍ خبرې نشي اورېداى، له هرې خوا ويشتل كېږي، شړل كېږي او د هغو لپاره پرله پسې عذابونه دي. بيا هم كه له هغونه كوم يوڅه وتښتوي، نو يوه تېزه سوځنده لمبه يې پسې اخلي. اوس له دوى نه پوښتنه وكړه، د دوى پيدايښت ډېر ګران دى كه د هغو شيانو چې موږ پيدا كړي دي؟ دوی خو موږ له سرېښنده خټې څخه پيدا كړي دي. كه پوهول كېږي ؛ نو ځان نه پوهوي او وايي: (دا خو ښكاره كوډې دي. ښه نو دا څنګه كېداى شي، چې كله موږ مړه شو، خاورې شو او د هډوكو امېل شو، نو هغه وخت موږ بيا ژوندي را پاڅول شو. آيا زموږ د پخوانیو پلرونه، نېكونه به هم راپاڅول شي؟ او دوى ته ووايه هو او تاسې د خداى په وړاندې بېوسې يئ. یواځې يو ټكان به وي او ناڅاپه به دوى پخپلو سترګو (د هغه هر څه چې دوى ته خبروركول كېږي) ليدونكي وي).

د ځینو خلکو کارونه، ويناوې او د ژوند نورې لاس ته راوړنې حیرانوونکې دي.

د اصحاب کهف ځوانان چې د ظلم پر ضد یو موټی شول، د منصب پالنې او ثروت پالنې پرځای ایمان او عدل پالنې ته ژمن شول، د الله تعالی غیبي مرستې ورسره مل شوې.

(نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آَمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى (13) وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا (14».[4]

(موږ د هغو اصلي کیسه تاته اوروو. څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و، موږ هغو ته په هدايت كې پرمختګ ور كړ. موږ د هغو زړونه په هغه وخت كې مضبوط كړل چې كله هغوى پاڅېدل او اعلان يې وكړ چې’’زموږ رب، د اسمانونو او زمکې رب دى موږ له هغه پرته بل معبود نه لمانځو، كه داسې وكړو ؛ نو عبثه خبره
به مو كړې وي).

دا هم حیرانوونکی حقیقت دی

(أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آَيَاتِنَا عَجَبًا 9».[5]

(ايا ته انګېرې چې د سمڅې او لوحې خاوندان زموږ له حيرانوونكو نښانو
څخه وو؟)



[1]. الجن: 1 ، 2.

[2]. الرعد: ۵.

[3]. الصفت: ۱۱-۱۹.

[4]. الكهف: 13 ، 14.

[5]. الكهف: 9.


No comments:

Post a Comment