لیکوال:محمدناصر حلیمي
د احسان په لومو کې د پښتو لپاره له خلکو سره مرسته
رضا کارانه خدمات، د بېوسو لاسنيوى بايد د الله د رضا
لپاره وي، نه د دې لپاره چې د احساناتو په لومه کې ښکېل شي او د فرد محورۍ فساد په
ټولنه کې حاکم شي.
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا
تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ
رِئَآءَ النَّاس ِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ فَمَثَلُهُ
كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا
يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ
الْكَافِرِينَ».[1]
(اى
مؤمنانو! خپل خيراتونه په احسان او ځورونه د هغه چا په څېر مه خاورې كوئ، چې خپل
مال هسې خلكو ته د (ریا) لپاره ورکوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر آخرت د
هغه د لګښت مثال داسې دى، لكه يوه ښويه تيږه، چې ګرد پرې پروت وي او چې باران پرې وورېږي، ټوله
دوړه ترې يوسي او تيږه هماغسې ښويه سوتره پاتې شي، دې خلكو چې پخپل ګمان د خيرات
كومه نېكي ګټلې ده، له هغې نه يې هېڅ شى لاس ته نشي او كافرانو ته سمه لارښودل د
الله تعالی سنت نه دى).

No comments:
Post a Comment