لیکوال:محمدناصر حلیمي
له سمې لارې سر غړول او په کبر ناسمه تلل
ډېر ځلې د انسان شخصي مصلحتونه د ټولنيزو مصلحتونو
سره ټکر کوي، هغو وګړو او ټولنو ته الله هدايت نه کوي، چې عامه مصلحتونه له فردي
مصلحتونو ځاروي، په کږو لارو او کږو خلکو کې چې خپل
مصلحتونه ګوري د کږو لارو د تاييد دلايل پيدا کوي. ژوندۍ بېلګه د يوه اسلامي ګوند يوه ته مې وويل: پداسې حال کې ددغو کسانو په
مشرۍ تاسو ولس ته نجات ورکوئ چې دوی د وزارت په دوران کې غلاګانې، خيانتونه او
جنايتونه کړي تېروتنه مو نده کړې؟ هغه وويل: موږ ترې کار اخلو. ما وويل: د خير په
چارو کې له هغو خلکو نه توقع کول چې د خوار ځواکي ملت مالونه يې تروړلي او خوړلي دي،
شيطاني طرح نه ده؟!.
«سَأَصْرِفُ
عَنْ اٰيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ
يَرَوْا كُلَّ اٰيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا
يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِاٰيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ».[1]
(زه به له خپلو آيتونو څخه د هغو خلكو سترګې او مخونه واړوم چې په ناحقه
په ځمكه كې لويي كوي، هغوى كه هره نښه وګوري هېڅكله به پرې ايمان رانه وړي كه سمه لار يې
مخې ته ورشي ؛ نو هغه به غوره نه كړي او كه كږه لار يې تر سترګو شي ؛ نو هغه به اخلي،
ځكه چې هغوى زموږ نښانې دروغ وګڼلې او له هغو څخه يې بې پروايي وكړه).

No comments:
Post a Comment