لیکوال:محمدناصر حلیمي
کبر، کبرجنې ویناوې او کبرجنې کړنې
اسلام ته عاملانه،
عالمانه او حکیمانه دعوت د بشري پرګنو د نجات يواځنۍ کښتۍ ده. کبر حق تروړنې او د خلکو سپکاوي ته ویل کېږي، څوک چې د نورو انسانانو حقونو
ته درناوی نه کوي او سپک يې ګڼي،
الله تعالی يې له هدايته محروموي، ځکه د قرآن کریم د نزول هدف د حقونو ادایېنه او
د انسانانو درنښت دی.
«إِنَّ الَّذِينَ
يُجَادِلُونَ فِي اٰيَاتِ الله بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ
إِلَّا كِبْرٌ مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ
السَّمِيعُ الْبَصِيرُ».[1]
(حقيقت دا دى چې كوم كسان چې بې كوم سند او لاسونده چې هغو ته راغلي وي، د الله تعالی د آيتونو په اړه جګړه كوي، د
هغو زړونه له كبره ډک
شوي دي ؛ خو هغوى دغې لويۍ ته هېچېرې رسېداى نشي ؛ نو الله تعالی ته پناه یوسه، هغه
ښه اورېدونكى او ښه ليدونكى دى).
کبرجنانو او حقتلفو ته تر پنځوس سلنو پورې د پرمختګ او پورته تګ فرصت د دې
لپاره ورکوي چې بيا داسې راوپرځي چې بېرته سر پورته نکړای شي.

No comments:
Post a Comment