۱۶. ١ نظري قرآن


 لیکوال:محدناصر حلیمي

۱۶.                ١ نظري قرآن

عقل پنځوونکی، روح رڼوونکی او جسم پیاوړی کوونکی قرآن د اعتقادي، عبادي، اقتصادي، سیاسي، حقوقي او کورني برنامو عملي کولو او د نتايجو د استحصال ته را لېږل شوی دی، چې د ژوند په ټولو اړخونو کې باید پلی، مېوه يې راټوله او پر کايناتو ووېشل شي، نه دا چې د تیورۍ او نظر په توګه ولوستل شي او يواځې له ترنم او ترتيل نه يې خوند واخستل شي او د غم (وير) مراسم پرې ګرم او ویرمن حالتونه پرې توجیه شي.

متاسفانه موږ له قرآن کریم سره همدغه لوبه وکړه، قرآن کریم مو تر الفاظو او یو څه ژباړې او د ماثور تفسیر د اورېدو او اورولو په دایره کې محدود کړ. پداسې حال کې چې قرآن د ژوند نقشه ده، همداسې چې مهندس قدم په قدم نقشې ته ګوري کړنې او هدایات ترسروي، همداسې مسلمان قرآن کریم ته ګوري، خپلې ویناوې، سوچونه، کړنې او چارې ترسروي او چېرته چې سره اشاره ورته لګېدلې وي ځان ترې ژغوري.

قرآن کریم ډېرو سترو علمي شخصیتونو ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې اړتیا لري، چې د هر اړخیز تطبیق لپاره يې پلان طرح کړي او د خپلو ټولنو د لوړتیا او ځوړتیا لاملونه خپلو ستونزو سره په تړاو په قرآن کریم کې مشخصې کړي او نړۍ ورسره په جوليزه او معنيزه بڼه وپالي او د قرآن کریم د ټولو آیتونو د تطبیق لپاره په نړېواله کچه منظم اداري تشکیل جوړ او پوهنتونونه او اکاديميک مرکزونه پرې کار وکړي او ټولنې ته وړاندې شي.

د اسلام او مسلمان نېکمرغي د نړېوالو علمي څېړنو په پراختیا او پرمختیا کې ده، د اسلام ريښې یواځې په علم خړوبېږي، په عدل مضبوطېږي او په يووالي باوري کېږي.

د قرآن د علم پر بنسټ نازل شوی دی، د پوهېدو، تطبیق او نتیجه اخیستنې اساس يې هم علم دی، الله تعالی په لاندې آیتونو کې فرمايي:

«نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ».[1]

(د علم پر بنسټ مې خبر کړئ که رښتینې یاست).

«فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِمْ بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ».[2]

(د علم پر بنسټ دوی ته هر څه وریادوو او موږ پټ پناه نه یو).

«فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ».[3]

(پوه شئ چې دا قرآن کریم د الله تعالی د علم پر اساس نازل شوی دی).

یا په بله وینا، څومره چې انسانان د انساني مواصفاتو او علم له پلوه د کمال مرحلې ته رسېږي، هومره د اسلام تطبیق، پلي کولو ته هوسېږي او چمتو کېږي. نو ويلای شو چې د جهل پر بنسټ قرآن تفسيرول په رټليو ويناوو کې راځي.



[1]. الانعام: ١٤٣.

[2]. الاعراف: ٧.

[3]. هود: ۱۴.


No comments:

Post a Comment