۱۷. د زړه پر خلاف خبرې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۷.                د زړه پر خلاف خبرې

د منافقینو یو صفت دا و چې د زړه او خوله خبره يې یوه نه وه ؛ ځکه دوى د نورو انسانانو استثمار غوښتنه او زبېښاک یې د دې لپاره کاوه چې خپلو ناوړو غوښتنو ته په نامستقیمه توګه د نورو انسانانو په اوږو ورسېږي چې دا هم د خبیثه ویناوو یو ډول دی، چې مسلمان باید ورته ځير وي، چې هم ځان ترې وژغوري او هم د داسې مداریانو په منتر کې ښکېل نشي.

الله تعالی وايي: «يَقُولُونَ بِأَفْواهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ».[1]

(دوى په خوله هغه خبرې کوي، چې په زړونو یې نه دي).

له داسې خلکو چې د زړه او خولې مراندې يې شلېدلې وي، صف نه جوړېږي، د کار، زیار او پایلو په لاس ته راوړو کې د داسې کسانو نشت تر شتون غوره دی.

الله تعالى وايي: «يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا اٰمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ اٰخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِنْ لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَنْ يُرِدِ الله فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ الله شَيْئًا أُولَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ الله أَنْ يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ».[2]

(اى پېغمبره! هغه خلک دې ستا د ځورلو باعث نه شي، چې د كفر په لار كې چټک ګامونه اوچتوي كه هغوى له هغو كسانو څخه وي چې په خوله وايي ايمان مو راوړى دى ؛ خو د زړه له كومي يې ايمان نه دى منلى يا له هغو كسانو څخه وي چې يهوديان شوي دي، د هغو حال دا دى چې دروغو ته غوږ ږدي، داسې خلكو ته غوږ نیسي چې هېڅكله هم درته نه دي راغلي، ګرځي راګرځي، سره له دې چې په دې كتاب کې الله تعالی د الفاظو صحيح ځايونه ټاكلي دي، د هغو معناوې (حكمونه) له يو ځایه بل ته اړوي را اړوي او خلكو ته وايي چې كه تاسې ته دا حكم دركړ شي ؛ نو ويې منئ كه نه ؛ نو مه يې منئ. الله تعالی چې په فتنه كې د چا د غورځولو اراده كړې وي، د الله تعالی له مواخذې څخه د ژغورلو لپاره هېڅ نشي كولاى، دا هغه خلک دي چې الله تعالی يې د زړونو پاكول نه دي غوښتي، د دوى لپاره په دنيا كې رسوايي ده او په آخرت كې سخت عذاب)

«كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ (٨) اشْتَرَوْا بِاٰيَاتِ الله ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (٩) لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ(١٠)».[3]

(خو له دوى پرته له نورو مشركانو سره كوم تړون څنګه كېداى شي، چې كه پرتاسې يې لاس بر شي ؛ نو نه به مو د كومې خپلوۍ لحاظ وكړي، نه د تړون د مسؤوليت. هغوى تش په خوله ستاسې د خوشحالولو هڅه كوي یا خو یې زړه نه مني او زياتره يې فاسقان دي. هغوى د الله تعالی د آيتونو په بدل كې لږ غوندې قيمت ومانه، بيا د الله تعالی په لار كې خنډ شول، ډېربد چلن وو چې دوى وكړ. د يو مؤمن په باب نه دوی د خپلولۍ خیال ساتي او نه د كوم ژبني مسؤوليت او تېری تل همدوى کوي).



[1]. ال عمران: ۱۶۷.

[2]. المائده: ٤١.

[3]. التوبه: 8-10.


No comments:

Post a Comment