د حواسو غلط کارول او ګناهونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د حواسو غلط کارول او ګناهونه

جسمي، عقلي او روحي ګناهونه چې څومره ډېرېږي هومره زړه او دماغ تورېږي او د هدايت رڼا له بشري عقل او عاطفې نه مرورېږي، څومره چې انسان د خپل جسم، عقل او روح، سترګې او غوږونه د خير په کار کې نه کاروي، هومره زړه او عقل د بېلارۍ په خړو لوخړو تورېږي، که غواړو بشري نړۍ په ايماني هدايت روښانه او وروزل شي بايد بشري منابعو ته د ودې پر لارو چارو تطبيقي او منتجي څېړنې وکړو، هوښيار، مسلکي، کادري او کاري ټيمونه سمبال او پراخه پانګونه ورباندې وکړو.

۱. د اورېدلو توان بې ځایه کارول: غوږونه الهي امانتونه دي، د نېکو خبرو او هدفمنو ویناوو آوریدلو ته چمتو او وروزل شي، زه اکثره ځوانانو ته د نېکمرغۍ په اړه وایم، چې څومره منتج عمل ته چمتو کوونکې او وړتیا پنځوونکې خبرې آورئ هومره نېکمرغه یاست او څومره ناسمې خبرې چې آورئ هومره په دردونو او آهونو کې ښکېل یاست، الله تعالی فرمايي: «أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ أَهْلِهَا أَنْ لَوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ».[1]

(آيا هغو خلكو ته چې د زمکې تر پخوانیو اوسېدونكو وروسته وارثان ګرځي، دغه واقعيت څه درس نه دى وركړى چې كه موږ وغواړو د هغوى پر ګناهونو يې نیولاى شو؟ (خو هغوى له عبرتناكو حقايقو څخه ځان په غفلت كې اچوي) او موږ د هغوى پر زړونو مهر وهو. بيا به هغوى هېڅ نه اوري).

۲. غافل او بې پروا خلک چې له خپلو عواطفو، عقلونو، سترګو او غوږونو کار نشي اخیستلی او د څارویو غوندې ژوند يې د خوراک او څښاک یوه ننداره وي د دوزخ خځلې دي، موږ باید داسې نصاب ولرو چې انساني عواطف، عقل، سترګې او غوږونه په ګټورو چارو کې په پایله واله بڼه پکار شي، داسې نه چې د مسلمانۍ د ادعا ترڅنګ د کایناتو په تسخیر، د وړتیاوو په پنځولو، د نفسونو په اصلاح، د حقونو په ادا او د ژمنو په ترسرولو کې بې خبرې، سخت زړي، ړانده او کاڼه وي، د الله تعالی دې وینا ته ځیر شئ!

«وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ اٰذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ».[2]

(او دا حقيقت دى چې زياتره پېريان او انسانان مو دوزخ ته پيدا كړي دي. د هغوى زړونه شته خو فكر پرې نه كوي. سترګې يې شته خو څه پرې نه ويني. غوږونه يې شته ؛ خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي ؛ بلكې تر هغو هم بد دي، دا همغه خلک دي چې له خپلو وړتیاوو، اړتیاوو، چارو او ژمنو بې خبره دي).

«وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْظُرُ إِلَيْكَ أَفَأَنْتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُوا لَا يُبْصِرُونَ».[3]

(له دوى څخه زياتره كسان دي چې تا ته ګوري، خو ايا ته هغه ړانده پر سمه لار بیایې چې حقوق او حقائق هېڅ نه ويني؟).



[1]. الاعراف:١٠٠.

[2]. الاعراف: ١٧٩.

[3]. یونس: ٤٣.


No comments:

Post a Comment