لیکوال:محدناصر حلیمي
بې ګټې بوختیا
وخت، بشري سرچينې او طبيعي منابع عبث نه دي پيدا شوي،
د انسان د بدن هر غړى، هر جسمي، روحي او عقلي ځواک
د منتجو چارو او مثمرو طرحو د ايجاد
لپاره بشر ته الهي ډالۍ ده.
هغه قومونه چې له الهي نعمتونو نه د بشري پرمختيا او
هوساينې لپاره کار نه اخلي، یا یې نشي آخیستای الله تعالى یې سپکوي.
«وَمِنَ النَّاسِ مَنْ
يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ الله بِغَيْرِ عِلْمٍ
وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ».[1]
(داسې خلک هم شته چې خبرې يې خلک د الله تعالی له لارې
بېلارې کوي او خلک په ناپوهۍ بوختوي او پېري او د الله تعالی پر لارې ملنډې وهي، دوی لپاره
سپکوونکی عذاب دی).
هره ټولنه هومره سپکه ده څومره چې
بوختوونکې خبرې لري، ځکه بوختوونکې خبرې انساني وړتیاوې په ناسمو چارو بوختوي او
یا یې د خیر له کارونو څخه یې سپموي، کومه ټولنه کې چې د خلکو ژبې مدیریت نشي د
انسان وخت نشي مدیریت کېدلای او کوم قوم چې وخت نشي مدیریت کولای د ژوند هېڅ برخه
نشي مدیریت کېدای. همدا لامل دی چې د سیاستوالو خبرو ته مو باید ډېر پام وي چې پر
بشري عواطفو او عقلي وړتیاوو لوبې کوي، بشري اړتیاوو ته سپک ګوري، دوی د ژوندانه
اړخونه معکوس ارزوي او د خلکو عواطف معکوس تخنوي، له مذهبي ناندرېمارو څخه باید
ځان وساتو ځکه د دوی خبرې هم په نا اړینو چارو بوختوونکي دي او داسې نور.

No comments:
Post a Comment