لیکوال:محمدناصر حلیمي
غفلت پر زړه توره پرده
هغه ولس چې له اعتقادي، عبادتي، سياسي، اقتصادي، تعليمي،
تربيتي، اجتماعي، صنعتي او زراعتي ستونزو او خنډونو په اړه بې پروا او پورته ډګرونو
کې د پرمختګ پروسه، هڅه او منډه لري، د دوى د جسم، عقل او
زړه سترګې ړندې، غوږونه يې کاڼه او د ژوندانه بارونه پرې درانه وي.
«أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ الله عَلَى
قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ».[1]
(دا هغه كسان
دي چې پر زړونو، غوږونو او سترګو يې الله تعالی مهر وهلى دى او له خپلو ژمنو او مسوولیتونو بې پروا دي).
ناپوهي پر
زړه توره پرده ده:«كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا
يَعْلَمُونَ». [2]
(همدا راز الله تعالی د هغو پر زړونو مهر لګوي چې نه
پوهېږي).
کبر او جبر پر زړه تورې پردې دي:«كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى
كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ».[3]
(همدا رنګه الله تعالی د کبرجن او جابر پر زړه مهر لګوي).
متکبر: د خلکو حق خواره. غاصب، انحصارګر، غل، رشوت خور، هر (حق خور) متکبر دى. د اولادونو په اړه بې
پروا پلار، مور، نیکه او نیا کبرجن دي.
د زده کوونکيو د حقونو د ادا په
اړه بې پروا مؤسس، مدیر، مامور، معلم او استاد متکبر دی.
کبر له هوسه زېږېږي، څومره چې د یو
انسان عقل او عاطفه د هوسونو مریی وي هومره کبرجن او د خلکو پر حقونو ملنډې وهونکي
وي، د جنسي هوس مریی د خلکو ناموس او عزت، د خېټې مریی د خلکو پر مال او د منصب
مریی د خلکو پر برخلیک، د شهرت مریی د خلکو پر وړتیاوو، وختونو او امکاناتو کبر
کوي الله تعالی د دوی په
اړه وايي:
«أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ الله عَلَى
قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَ هْوَآءَهُمْ». [4]
(د دوی پر زړونو
الله تعالی ځکه مهر ولګاوه چې د نفس په بدو غوښتنو پسې
روان شول).
«ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ اٰمَنُوا
ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ».[5]
(دا ځکه چې دوی په ایمان پسې کفر وکړ، د دې لپاره الله
تعالی د دوی پر زړونو مهر ولګاوه چې دوی سم نه پوهېدل).
ګورو چې نا پوهي انسان د هوسونو په
لومه کې راښکېلوي، څومره چې انسان د الله، طبیعیت او انسان په اړه لږ معلومات لري
هومره د هوسونو د خړوبولو او د حقونو د تلف کولو اتل دی.

No comments:
Post a Comment