ناپوهي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

ناپوهي

کله چې د عقل ډيوه مړه شي، بشري عواطف په تورو سکروټو بدلېږي، داسې ولسونه په ژبني، قومي، مذهبي... تعصباتو کې وريتېږي، که د يو ملت نجات او بقا غواړو بايد له نطفې تر اتلس کلنۍ پر تطبیقي پوهه او تولیدي لوړو زده کړو پراخه پانګونه وکړو.

«وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ”.[1]

(او د دوی زړونه مهر شوي دي او سم نه پوهېږي).

فقه هغه ژوره پوهه ده چې د عقل په ملتيایې له عواطفو سرچينه اخستې وي او ګټوره پایله ولري.

«وَطَبَعَ الله عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ”.[2]

(الله د دوى زړونه مهرکړي دي، ځکه چې دوى نه پوهېږي).

علم هغه پوهه ده، چې د انسان سلوک لا ښه او د طبیعت بڼه ګټوره او
ښاېسته کړي.

الله تعالی د دوی زړونه د دې لپاره مهر کړل، چې د نورو پر حقونو يې
ملنډې وهلې.

«كَذَلِكَ نَطْبَعُ عَلَى قُلُوبِ الْمُعْتَدِينَ»[3].

(همداراز د تېريګرو پر زړونو مهر لګوو).

اعتداء د مخلوقاتو د حقونو تروړنې ته وايي.



[1]. التوبه:٨٧.

[2]. التوبه:٩٣.

[3]. یونس:٧٤.


No comments:

Post a Comment