لیکوال:محمدناصر حلیمي
عَمَهْ د عقل او عاطفې ړوندوالی او کوڼوال
د (عَمَهْ) لفظ په قرآن کریم کې
شپږ ځله یاد شوی دی، دا همغه رواني رنځ دی، چې عقلي او عاطفي اختلال هم ورته وايي.
دغه اغزن او زهرجن رنځ په وګړو او ټولنو کې د الهي او بشري
حقونو په تروړنې وده کوي. حق خور انسان هغه رنځور ته وايي چې له ظلم او ګناه څخه
خوند اخلي، پرې ویاړي او ترې د ځان ژغورنې په چاره هم نه پوهېږي، د خپلو بدیو پر
ناوړو پایلو نه پوهېږي او تل د فردي او اجتماعي ناخوالو په اړه خمار او نشه وي.
هغه ظالمان چې دښتې
يې لاندې کړي، انسانان يې بې کوره کړل، د بې کورۍ، فساد زېږه بدرنګه پديده، چې نسلونه له کومو عقلي، عاطفي او اخلاقي افلاس سره
مخ کوي نه پوهېږي، هغه ظالمان چې نشه یي توکي
کري او قاچاقوي يې هغوى چې اداري او مالي فسادونه کوي او د انسانانو عقل او شخصيت له منځه وړي پر ناوړو پایلو يې نه پوهېږي.
هغه خپلسری ځوان چې د مور و پلار
نه مني، يا هغه بې پروا مور و پلار چې اولاد نه روزي، هغه مېرمن
چې خاوند او هغه خاوند چې مېرمن نه پالي، ټول د عمه (ړوندتیا)
په رواني رنځ رنځور دي.
«مَنْ يُضْلِلِ
الله فَلَا هَادِيَ لَهُ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ».[1]
(څوک چې
الله تعالی له لارښوونې نه بې برخې كړ هغه بل لارښود نه لري او الله تعالی دوى په
همدې سرغړنه كې لا لهاند ه پرېږدي).

No comments:
Post a Comment