لیکوال:محمدناصر حلیمي
۶.
تعلیمي هدايت
د نارينه وو او ښځينوو لپاره د ګټورو
او منتجو علومو زده کړې ته لار هوارول، د مور له نسه تر ځنکدنه، په طبیعي بڼه له
وهلو، رټلو او دګلو پرته داسې چې ژوند د مادي او معنوي برخې پرمختګ او له تبعیض
پرته د انسانانو د هوسا ژوند ضمانت وکړي. د علم او عالم له لارې د ظلم ریښې پرې شي او ظالمانه
سیستمونه ونړېږي، عدل او عدلپال پرې وپالل شي.
تعليمي هدایت دا دی، چې طبیعي علوم د اعتقادي او عبادتي علومو،
اعتقادي او عبادتي علوم د طبیعي علومو ملاتړي وي، د دواړو ترمنځ ټکر، وګړو او ټولنو
ته له دواړو څخه خطر او ضرر رامنځته نـشي د دواړو علومو پوهان یو دبل پالندویان او
ساتندویان وي.
دواړه د ګډکار له
لارې د عدل ریښې مضبوطې، عدلپاله، عادلپاله او پرځان بسيا ټولنه رامنځته کړي.
د بشري او طبیعي علومو په اړه چې
کوم آیتونه راغلي او نړېوالو لابراتوارونو او څېړنتونونو جوت کړي دي، د دغو نړېوالو پوهانو
لاسته راوړنې باید د علمي امانت د ساتنې پر محور د نصاب یوه برخه شي.

No comments:
Post a Comment