لیکوال:محمدناصر حلیمي
۵.
صنعتي هدايت
د تعلیمي، روغتیايي، تجارتي، اداري، پوځي، مواصلاتي، نقليه او ارتباطي وسايلو کره او پوره جوړول چې سمون[1] یې تضمین شوي وي، دا وخت د بې کیفیته صنعتي
وارداتو له امله زموږ مالونه له ستر زیان سره مخ دي، صنعتي وسایل هیڅ ډول تضمین نه لري، په تېره د خوراکي توکو، څښاک توکو،
پوځي وسایلو، بدلو درملو، برېښنايي وسایلو، نقلیه وسایطو، له ښوونیز او روغتیايي وسایلو او داسې نورو چې يواځې ظاهري جوړښت یې په زړه
پورې وي موږ د صنعت په ډګر کې
د نورو ولسونو د اوږو بار یو، هغوی يې د ژوندیو په توګه تولیدوي او موږ يې کاروو
او اړ یو چې د باکیفیته او بې کیفیته پېر او پلور له لارې خپله شتمني پخپله خوښه دوی ته ورکړو، قرآنپوهان باید د صنعتي هدایت موارد د
قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا خپلو ولسونو ته ښکاره وښیي، تطبیقي تګلار او روزنیزه کړنلار په ګوته کړي او د دیني وجیبې په توګه يې وړاندې کړي، له حرام خورۍ نه ځان
ساتل د دین بنسټ دی او عبادتونه د دې بنسټ له پاسه د دین ستنې دي، له دې بنسټ پرته
د دین ستنې الله تعالی ته هېڅ ارزښت نه لري او له صنعتي پرمختیاوو پرته له حرامو
څخه ځان ساتنه او ولس ژغورنه خیال، محال او جنون دی، کله چې خواړه حرام وي، عبادت په اسلام کې هېڅ ارزښت نه لري د بدو خبرو مخنيوی او له حرامو څخه د خلکو ژغورل د اسلامي پوهانو د
اساسي دندو سرټکي دي، د اسلامي علماوو دنده
د جنازې لمونځ، د نکاح تړل، ویر او د مړو لمبول او لمانځل نه دي لاندې آیت په دقت ولولئ او يو عملي پلان جوړ کړئ، مسوول شخص او کارونه يې وارزوئ!
«لَوْلَا يَنْهَاهُمُ
الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ
السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ».[2]
(که روزونکو او علماوو دوی له سپکو
خبرو او حرامو خوراکونو نه وای منع کړي ؛ نو ډېر بد کارونه به يې کړي وای).
نو معلومه شوه چې د روزونکو او پوهانو
بنسټیزه دنده د زیانمنوونکو ویناوو او حرامو خوړو مخنیوی دی، هغه پوهان چې په ټولنه کې د حلالو عوایدو له لارې د حرام
خورۍ لارې نشي تړلای، عالمان نه دي.
داوود علیه السلام د خپل وخت پاچا
دی، خو د حلال رزق لپاره صنعتي چارې پرمخ بیايي.
«وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ
لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ».[3]
(موږ ورته د لبوس د جوړولو تعلیم
ځکه ورکړ، چې له جنګونو مو وژغوري ؛ نو ایا تاسو د الله تعالی نعمتونه د الله
تعالی له حکم سره سم کاروئ!).
د لبوس د معنا په هکله طبري لیکلي دي: «واللبوس عند
العرب: السلاح كله، درعا كان أو جوشنا أو سيفا أو رمحا».
(لبوس عربان څرمنې او اوسپنیزې زغرې، تورې، غشې او نورو جنګي وسایلو ته
وايي).
سره د دې چې پېغمبر صنعتکار وو، متأسفانه موږ له صنعتي هدایته دومره بې برخې شو، چې زموږ په ټولنه کې کسبګرو او صنعتګرو ته سپک کتل کېږي.
ان تردې چې دا پوښتنه هم رامنځته کېږي چې له دوی سره نکاح او راکړه ورکړه څه حکم
لري؟ په داسې حال کې چې پېغمبر کسبګرو او صنعتګر ته دالله تعالی رښتیني دوستان
ویلي دي.
«إِنَّ الله يُحِبُّ الْعَبْدَ الْمُحْتَرِفَ».(الله تعالى
کسبګربنده خوښوي).
او پوهان کسب داسې تعريفوي: «فَظَاهِرُ الِاحْتِرَافِ بِالنَّفْسِ دُونَ الْمَالِ». [4] (كسب د مال د استعمال له لارې فعاليت
ته نه وايي. عقلي، فزیکي او رواني فعالیت ته
کسب وایي).
د صنعت په
ډګر کې د ولسونو پرځان بساینه د قرآنپوهانو ايماني دنده ده.
«وَ رَوَتْ
عَائِشَةَ قَالَتْ: قَالَ رسول الله - ﷺ -:"أَطْيَبُ مَا أَكَلَ الرَّجُلُ
مِنْ كَسْبِهِ».[5] (عایشه رضى الله عنه
وايي: رسول الله وویل: ښه خواړه هغه دي، چې سړی يې پخپل لاس وګټي او ویې خوري».
«رَافِعُ بْنُ خَدِيجٍ قَالَ: قَالَ رَجُلٌ: يَا رسول
الله أَيُّ الْعَمَلِ أَطْيَبُ؟ فَقَالَ:"عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ وَكُلُّ
بَيْعٍ مَبْرُورٍ».[6]
(له رافع بن خديج نه روايت دی چې یو تن رسول الله ته وویل:
کوم عمل ډېر سپېڅلی دی؟ هغه وویل: د لاس د تڼاکو ګټه، پاک پېر او پلور).
پورتنيو حدیثونو کې د کسب او بیع
الفاظ پر تولید دلالت کوي یعنې پېغمبر اکرم غواړي چې امت یې تولیداتي امت وي نه
وارداتي، کسب صنعتي تولید دی او بیع خپلو تولیداتو ته بازار موندنه ده، د شراء
کلمه یې ونه کاروله، د بیع (خرڅ) کلمه یې وکاروله ځکه چې پېر ماشوم هم کولای شي
پلور دروند او عزتمن کار دی.
له صنعتي پرمختیاوو پرته په وګړیزه
او ټولنیزه بڼه د ایمان ساتل او پالل ځکه ناشونی دی، چې له اقتصادي پرمختیاوو پرته
رښتیا ویل او حلال خوړل ناشوني دي. د حلال کاروبار، له ګټور زیار او پرمخ تللي
صنعتي سیستم سره انسانان د بنده ګانو له بندګۍ ژغورل کېږي او یواځې د الله تعالی بنده
ګرځي.
د بشري پرګنو د نجات یوه لار دا ده،
چې د صنعت په اړه نبوي احادیث او قرآني آیتونه توضېح کړي.
که دا کار مو وکړ د بشري پرګنو
پنځوس سلنه ستونزې حلولای شو.
[1]. ګرنټي او ورنټي ولري.
[2]. المائده: ٦٣.
[3]. الانبياء: ٨٠.
[4]. الماوردى ، أبو الحسن علي بن محمد بن محمد بن حبيب البصري البغدا
دي ، الشهير بالماوردي ، الحاوي في فقه الشافعي ، ج 5 ، ص 11.
[5]. ابن حبان ، ابو حاتم
البستي محمد بن حبان بن التميمي ، صحيح ابن حبان ، ج۱۰ ، ص۷۴.
[6]. الحاکم النیساپوري، ابو عبدالله محمد بن عبدالله، المستدرك على الصحيحين ، ج۲ ، ص ۱۲.

No comments:
Post a Comment