۴.
اداري هدايت
د وړتيا، عاطفي سپېڅلتيا او
کاري بریاوو پر بنسټ د خدماتو په موخه، د حقوق الله او حقوق العباد
د ادا پر محور د منصبونو او څوکيو وېش چې رييس جمهور، وزير، رييسان، مامورين، قاضيان،
څارنوالان، قومندانان او جنرالان ځانونه د ولس نوکران وګڼي، نه باداران او حق خواره،
د استعداد د کمي او کيفي پېژندنې او کارونې له لارې د مسلکي تخصص، د پراخو او هر اړخیزه سوکاليو، اصلاحاتو او پرمختیاوو د راوستو په موخه، دولتي او خصوصي ادارې د خلکو اړونده ستونزې حل کړي، نه
دا چې ستونزې ایجاد کړي، قرآن
انسان داسې روزي چې د ژوند چارې
عادلانه او عالمانه په منتجه بڼه سمبال کړي ؛ خو
د قرآن کریم د دغسې زده کړې لپاره موږ په نبوي دود د قرآن
کریم زده کړې او ترویج ته اړيو.
د ادارې مدیریت او رهبریت په اړه
هم آیتونه او نبوي احادیث میداني تشرېح او علمي توضېح ته اړتیا لري، د مدارسو په
نصاب کې د ادارې او مدیریت د درسونو داخلول ستره فریضه ده.

No comments:
Post a Comment