۳. صحي هدايت


لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳.           صحي هدايت

د جسمي، عقلي، رواني او اجتماعي رنځونو مخنیوی او درملنه د ټولو لپاره وي، انسان ته روغتیا بښل یو انساني ارزښت او ديني وجیبه وي نه تجارت، طبي اصول د علمي او عملي دقيقو څېړنو پايله وي، نه د وهم، خرافاتو او اټکلونو، پخوا مو پوهان د روغتیايي هدایت په معنا پوهېدل، د روغتیا په برخه کې يې په زرګونو علمي آثار او کادري شخصیتونه یې نړېوالو ته ورکړل چې تر اوسه یې لیکنې د علمي مستندو مراجعو په توګه کارول کېږي ؛ خو اوس دومره شاته پاتې یو چې د طبي صنعتي پرمختیاوو په بهیر کې مو ونډه ډېره کمه او بې خونده ده، دا لا څه چې د اسلامي هېوادونو ډېر کادرونه په لویدیځ کې د خپل سر د ساتنې لپاره اوسېږي، خپلـسرو سياستمارو د کادري شخصيتونو لپاره د ډاډمن ژوند مخی ته خنډ شول.

که ووایو نبوي احادیث او قرآن کریم سر تر پایه د جسمي، رواني، عقلي او روحي روغتیاوو قواعد دي ځکه چې نیمايي دین وقایه او نیمايي یې درملنه ده او قرآن پر همدې دوو محورونو څرخي.

د دیني علماوو او طبپوهانو یو ګډ کادري ټېم ته اړتیا ده چې د روغتیا پر محور قرآني آیتونه او نبوي احادیث بشري پرګنو ته د علمي معیارونو او آرونو پر بنسټ  تفسیر کړي.

متاسفانه د روغتیا له اړخه د قرآن کریم او نبوي احادیثو په تحلیل کې د بشري پرګنو قرضه وړي يو.


No comments:

Post a Comment