لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲.
سياسي هدايت
کورنی عامه نظم، بهرني دوستانه تړونونه او اړيکې د اجتماعي ګټو او وګړيزې پرمختیا پر بنسټ چې د خپل ولس
د پلورلو او د نورو ولسونو د پېرلو اراده ونه
لري، د انسانپالنې، رڼې حکومتولۍ
او ملتپالنې روحیه په ولس او چارواکو کې پیاوړې وي، د خلکو لخوا حکومت پالنه او د حکومت له خوا وګړ پالنه رامنځته کول، چې د خپلسرۍ، ښکیلاک او استبداد ولچکونه مات وي، هېڅوک د
هېچا د مريېنې حق ونه
لري او نه چا ته د مريي کېدنې پړه.
په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې
چې د سیاسي ثبات او امنیتي استحکام لپاره ډېر آیتونه او ډير احادیث لرو چې مسلکي
او میداني تشرېح ته اړتیا لري د علومو اکاډیمۍ او پوهنتونونه د دې آیتونو او نبوي
احادیثو پر تشریح ژمن دي.
موږ ته ډېرې سترې ستونزې بېکاره او
خوله ور سیاستوال را ولاړې کړي دي، باید د اسلامي امت محدثین، مفسرین او فقهاء له
فرعي موضوعګانو نه لاس واخلي په سیاسي علومو کې تخصص او تعهد لپاره قرآني آیتونه
او نبوي احادیث د تطبیقي طرحې او منتجو چارو پر بنسټ عالمانه تشرېح کړي.
متاسفانه موږ د سیاست
په اړه د راغلو آیتونو او نبوي احادیثو میداني تشرېح او توضېح لپاره څه نلرو.

No comments:
Post a Comment