۱. اقتصادي هدايت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱.            اقتصادي هدايت

د حلالې روزۍ د لاس ته راوړو عزتمنې لارې چارې، له لمر، سپوږمۍ، سيندونو، سمندرونو، دښتو او کانونو څخه سالمه او مسلکي استفاده، چې له متوازنې حلالې غذا او دوا څخه هر څوک برخمن شي او بيا يې د عادلانه توزيع لپاره مهربانه اجتماعي جوړښت او عاقلانه ټولنیز پایښت ولري.

لګښت يې د وګړو په اړتیاوو، حاجاتو او تحسیناتو کې د کاري غریزې د اشباع له لارې له زبېښاک او استثمار پرته منځته راشي. زموږه ټولنه پر اقتصادي بې لارۍ کې لالهانده ده، له اقتصادي آفته ټولنې ته نجات ورکول د پېغمبرانو د وارثانو اساسي کار دى.

ولسونه هله د قیصر، کسرا او فرعون خدايي مني او خپل پت پلوري چې د فقر په لومه کې ښکېل شي.هله له بې حيايۍ او سپکاوۍ ځان ساتي چې د اقتصاد له پلوه پر ځان بسیا شي.

د اقتصادي پرمختیاوو په اړه په سلګونو نبوي احادیث او په سوونو آیتونه لرو چې استنتاجي تفسیر او تطبیقي توضېح ته اړتیا لري، متاسفانه په دې میدان کې مو لاسونه تش دي، دا ډګر ډېر کار ته اړتیا لري، د تفسیر او نبوي احادیثو متخصصین باید په اقتصاد او د اقتصاد متخصصین باید په قرآني علومو او نبوي احادیثو کې متخصصین شي چې موږ ته د قرآن اقتصادي آیتونه ګټور سمو او روښانه تشرېح کړي.


No comments:

Post a Comment