فساد محوره مالي سيستم د ذلتونو مور


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

فساد محوره مالي سيستم د ذلتونو مور

مالي ستونزه نړېواله ستونزه ده، د نړېوالو طرحو له لارې عالمانه او عادلانه اقدامات غواړي.

هر هغه نظام او تړون چې د خلکو مالونه پکې تروړل کېږې ؛ باطل دی: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ الله كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا».[1]

(ای مؤمنانو! پخپلو منځوكې يو د بل مالونه په ناروا مه خورئ، خو هله چې راكړه وركړه د دواړو خواوو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي او خپل ځانونه مه وژنئ باور ولرئ چې الله تعالی پر تاسې مهربان دى).

«وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ».[2]

(او تاسې مه پخپلو منځو كې يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه حاكمانو ته په دې غرض وړاندې كړئ چې تاسې ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي).

«فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ الله كَثِيرًا (١٦٠) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا».[3]

(لنډه دا چې د دې يهوديانو د همدې ظالمانه چار چلن له مخې موږ پر دوى زياتره هغه پاک شيان حرام كړل چې مخكې ورته حلال وو او پر دې اساس چې دوى د الله تعالی له لارې څخه ډېر زيات منع كول كوي او (بل په دې چې دوې) سود اخلي چې له هغه ن ه دوى منع كړاى شوي وو او په ناروا توګه د خلكو مالونه خوري او كوم خلک چې له دوى څخه كافران دي د هغو له پاره موږ دردناک عذاب تيار كړی دى).

همداسې چې د انسان وژل حرام دي مال خوړل یې هم حرام دي. همداسې چې دولت پر قصاص ژمن دی، د غاصبانو، رشوت خورو، لوټمار او د مالونو مصادره کول هم د دولت له مسؤليتونو څخه يو مسؤليت دی



[1]. النساء: 29.

[2]. البقرة: 188.

[3]. النسآء: 160 ، 161.


No comments:

Post a Comment