بت پالنه د انسان له کرامت سره ستره جفا


لیکوال:محمدناصر حلیمي

بت پالنه د انسان له کرامت سره ستره جفا

د انسان ستر ذلت دادی چې الله تعالی ورته اسمان او زمکه، اسماني او زمکني شيان ايل کړي او دی داسې فلزي، اوسپنيز، خټين، خاورين...بت ته سر ښکته کړي چې پخپل لاس يې جوړکړی دی.

«وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَهُمْ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ (١٣٨) إِنَّ هَؤُلَاءِ مُتَبَّرٌ مَا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (١٣٩) قَالَ أَغَيْرَ الله أَبْغِيكُمْ إِلَهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ».[1]

(موږ بني اسرائيل له سمندر نه پورې ايستل او په لار كې بېا پر يوه داسې قوم تېر شول چې د خپلو څو بتانو په بنده ګۍ بوخت وو. ويې ويل ' اى موسى، زموږ لپاره هم دغسې معبودان جوړ كړه لكه د دې خلكو چې دي. 'موسى وويل ' تاسې ډېرې د ناپوهۍ خبرې كوئ. دا خلک چې د كومې كړنلارې پيروي كوي، هغه تباه كېدونكې دي او كوم عمل چې هغوى سرته رسوي هغه سرتر پايه باطل دى. ورپسې موسى (علیه السلام) زياته كړه ' ايا بې له الله تعالی بل معبود درته ولټوم؟ په داسې حال كې چې هماغه الله تعالی دى چې تاسې ته يې د ټولې نړۍ پر قومونو فضيلت دربښلى دى).



[1]. یونس: 138-140.


No comments:

Post a Comment