لیکوال:محمدناصر حلیمي
عملي بېلګې
هغه مور او
پلار چې بچي نه روزي، نه يې نازوي، له ځان سره يې نه ګرځوي، ښه چاپېريال ورته نه
چمتو کوي، خپلواکي، متقابل احترام او په مينه يې نه پالي، رويبض ګڼل کېږي. هغه مشر
چې د کشرانو د ودې لپاره ګټور پلان او منتجه طرح عملي کولاى نه شي، هغه مشر چې
احتمالي خطرونو او زيانونو ته خپل ولس صادقانه نشي ځيرولاى رويبض ګڼل کېږي.
د خبرو هغه اتل چى په عمل، نتيجه او ثمر کې صفر دى، رویبض
ګڼل کېږي. هغه ډاکټر چې تشخيص يې جاهلانه، چلن يې تاجرانه
او د دارو تجويز يې مغرضانه وي، رویبض ګڼل کېږي. هغه ولسمشر چې خپل ولس ته د کار، تعليم، روغتيا،
خوراک څښاک او امنيت مخه نشي هوارولاى، رويبض ګڼل کېږي. د مسجد هغه امام چې نارينه او ښځينه و ته د مادي او معنوي علومو مخه نشي هوارولاى، د نارینه او ښځینو د ذهني ارتقاء او عاطفي سپېڅلتیا لپاره خپله
دنده نه ترسروي، رويبض ګڼل کېږي. هغه سياستوال چې د رهبرۍ او سمبالنې فطري وړتيا نه
لري ولس په تشو خبرو غولوي، د ولس اړتیاوې د طبیعي
او بشري منابعو په وده نشي حلولای، رويبض ګڼل کېږي. هغه انسان
چې د خپلو مسوولیتونو او ژمنو کره ترسرنې ته ځان نه چمتو کوي، رویبض دی.
په عربي ژبدود کې رویبض
معادله معنا مړتت دی، مړتت هغه خړ سترګي ته ویل کېږي چې خپل عزت او شرف سره مخه ښه
کوي، د دنیا لپاره خپل اخرت له لاسه ورکوي، دومره سپک وي چې خپلو معصومو اولادونو
ته حلاله روزي نشي ورکولای او په حرامو يې تغذيه کوي، دولتي چوکۍ چې د ولس د
ستونزو د حل او د وړتیاوو د سالمي بوختیا او انکشاف مرجع ده، دی ترې رشوتځای، اختلاسځای
او خیانتځای جوړ کړی، د اهلو پوهانو او سپېڅلیو شخصیتونو پر ځای نا اهله او ککړ
خلک پر دندو د خپلو پلیتو موخو لپاره ټاکي، د خلکو د وږي کولو له لارې ځان مړوي، د
دښتو د غصب له لارې ځان میلونر کوي، هغه قاضي چې غاصبانو ته د دولتي زمکو د غصب
پلمې جوړوي او لارې چارې ورته هواروي، هغه والي چې پورته مقاماتو ته باج ورکوي او
له لاس لاندو نه باج اخلي، پر ګوندي مصلحتونو ګمارنې کوي، هغه پارلماني چې د ولس
په استازيتوب ورځي او تاريخچه یې له حرام مال له تر لاسي او په عایداتي منابعو کې
د خپلې کورنۍ له ګمارنې پرته بل څه ونه لري مړتت ګڼل کېږي.
زما په نظر د اسلامي هېوادونو لویه ستونزه د مړتتانو
واکمني ده چې پر عزتمنو اشخاصو مسلط کېږي. ترهغه چې د مړتتانو واکمني پای ته نه وي
رسېدلی اسلامي امت له شته ناخوالو نشي ژغورل کېدای او زه د دې لپاره لاندې وړاندیزونه
لرم:
1. کابینه، پارلمان، سنا،
ارګ هم باید ژمن او متخصص وي، ځکه نا ژمن متخصص ښامار دی هر څه خوري، ژمن په دې
معنا چې ونه غواړي افغانان د شته نړېوالو جنګونو د سوند مواد شي، د دولت ټولې
پالیسۍ د افغانانو د ګټو پر محور وڅرخوي، د دولتي امکاناتو له لارې د میلونر کېدو
پلیته هڅه او ناپاکه موخه ونلري. هغوی چې په مالي لحاظ پاکه تاریخچه نلري په دولتي
بستونو کې ورباندې اعتماد ونشي، همداسې له ښکیلاکګرانو سره پټې او ښکاره اړیکې
ونلري.
2. الله
تعالی د بشري ستونزو د حل لپاره عقل رالېږلی او عقل په مشوره، سالم تفکر، څېړنیزه
مطالعه او پاکو موخو درلودلو سره وده کوي، ارګ، کابینه، پارلمان او سنا مسلکي شي، د
ګڼو مسلکونو له خوا مسلکي کسان ځانونه کاندید کړي، بیا دوی خپلې برنامې د ملي
تلویزون له لارې پخپلو اړوندو تخصصاتو کې خلکو ته خپل راتلونکي خدمات تاریخوار
وړاندې کړي، خلک به د دوی تېره تاریخچه، تخصص، نېکنامي او عملي فعالیت ته په کتو
له ګوندي، ژبني، قومي او مذهبي تعصبه پرته وړ او مسلکي شخص بریالی شي، بیا د ژمنو
د ترسراوي نه د ډاډ لپاره په هرو دریو میاشتو کې ملت خپله کاري برخه د نتایجو په
ښودلو د ملي تلويزون له لارې ارایه کړي، پارلمان او سنا ته چې د دجالې دیموکراسې
پر غوښتنو کوم مړتتان د ملت او دولت پر مرې د پڅې چړې غوندې مسلط شوي دي، د هغو د
شخصیت، اخلاقو او دیانت په اړه عزتمن لیکوال قلم نشي خورولای، ځکه کله د یو ناکس
ظلم دومره لوی شي چې نقدول یې د ناقد پر لمنه تور داغ وي، تر څنګ يې چې د هر علم
متخصص وي باید د قرآني درسونو یو کلن دیپلوم ولري، ځکه یو هېواد چې قانون يې شرعي
وي لپړذهنه انسان پکې مثبت نقش نشي لرلای او چارې باید د څېړنیزو ارګانونو په
مشوره پر مخ یوسي، هر پوهنتون او پوهنځی د خپل اړوند تخصص له لارې کره معلومات او
ګټور وړاندیزونه د ستونزو د کره تشخیص او عالمانه تجویز له لارې دولت ته وسپاري.
والله اعلم

No comments:
Post a Comment