قرآني مجد
د قرآني مجد عملي بېلګې په قرآن
کریم کې یاد شوي دي، د سلیمان علیه السلام
غوندې يې دې ته چمتو کوي چې دعاء او وفاء وکړي، چې خدايه! د داسې لويې پاچایۍ د سالم
او عادلانه نظام د سمبالنې درایت را په برخه کړې، چې تر ما وروسته په هېچا کې نه
وي، نو داسې حکومت يې وکړ، چې میږیانو ته يې کورونه پیدا کړل، مرغانو ته يې کار او خلکو ته یې بادونه تابع
کړي وو، مسلکي پېریان يې په کار ګومارلي وو او سرغړاند يې تړلي وو.
خو موږ د
قرآن کریم له لوستلو سره سره د ځان لپاره کارنده استعدادونو ته د کار موندنې توان
نه لرو. ولس مو په داسې حال کې له بېکارۍ کړېږي او ځورېږي چې د زمکې نس له سرو، سپینو،
زیړو او تورو خزانو ډک، سیندونه مو څپاند او دښتې مو د سیندونو ترڅنګه، تږې او جل وهلي سوځېږي.
راځئ په
دې آیتونو کې سوچ وکړو او په دې ځان پوه کړو، چې د
قرآن کریم د تدریس لپاره کوم دود غوره کړو چې د قرآن کریم لوستونکي په رياضت، خدمت او عبادت د انسانيت داسې لوړې کچې ته
ورسوو چې فردي هلې ځلې، اجتماعي منډې ترړې او حکومتي اقدامات د خلکو د پت، پرمختګ او خونديتوب لپاره پکار واچوي، نه د خلکو د سپکاوي، بېوزلۍ او ناپوهۍ په موخه. په لاندې آیت کې د سلیمان علیه
السلام د غوښتنې کچه وګورئ. بیا څرګندیږي چې قرآن کریم انسان ته څومره لوړ اخلاق
او اسمانڅکي موخې ورښیي چې دا هم د لویښت یو ډول دی:
«قَالَ
رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي
إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (٣٥) فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ
رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ (٣٦) وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ (٣٧)
وَاٰخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ (٣٨) هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ
أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (٣٩) وَإِنَّ لَهُ عِنْدَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ
مَآَبٍ».[1]
(او ويې
ويل: اى پروردګاره! ماته بښنه وكړه او ماته هغه باچايي راكړه چې ترما وروسته د
هېچا لپاره وړ نه وي، بېشكه همدا ته اصلي بښونکى. هله نو موږ هغه ته باد تابع كړه، چې د هغه په
امر به په نرمۍ سره لګېده چې هغه غوښتل او شيطانان مو تابع كړل، چې د هر ډول
ودانیو جوړوونكي او غوټه وهونكي او نورچې په زنځير ونو تړل شوي وو. موږهغه ته وويل: (دا زموږ دركړه ده، ته واكمن يې چاته چې دې
خوښه شي، وريې كړه او چاته چې وغواړې مه يې ورکوه، څه حساب نشته). په يقيني ډول د
هغه لپاره زموږ په وړاندې د نږدېوالي مقام او غوره پاى دى).
د یوسف سورت که په غور وګورو هغه له قحطۍ نه د خپلې ټولنې د نجات ارمان په زړه کې پالي او دومره
لوی کار ته په هغسې کړکېچن حالت کې په پوره مېړانه اوږه ورکوي او د لکونو انسانانو
ژوند ژغوري: «وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ
أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا
مَكِينٌ أَمِينٌ (٥٤) قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ
عَلِيمٌ (٥٥) وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا
حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ
الْمُحْسِنِينَ (٥٦) وَلَأَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا وَكَانُوا
يَتَّقُونَ».[2]
(باچا
وويل: هغه ماته راولئ چې زه هغه د ځان لپاره ځانګړی كړم'. كله چې يوسف (علیه
السلام) له هغه سره خبرې وكړې نو هغه وويل' اوس ته ماته د قدر وړ يې او ستا
پر امانتدارۍ پوره ډاډمن يم'. يوسف (علیه السلام) وويل:' د هېواد خزانې ماته
وسپاره، زه ساتونكى هم يم او عالم هم. 'په دې توګه موږ په هغه هېواد كې د يوسف
(علیه السلام) لپاره د حاكميت لار هواره كړه. د هغه خوښه وه چې په هغه (هېواد) كې
چې چيرته يې غوښتل ځان ته ځاى جوړ كړي. موږ خپل رحمت چاته مو چې خوښه شي ورپه برخه
كوو، موږ د ښو كسانو اجر نه لاهو كوو او د آخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى
چې ايمان راوړي او په ملي شتمنيو کې ځان له مالي فساده ساتي)
د مسجد بله ځانګړنه داده، چې انسان مال ته له اسراف او
کساد نه وساتي او داسې وده ورته ورکړي چې ټولګټې چارې تنظيم کړي.
د یوه
نامتبوع هېواد، په شاهي نظام کې له مرييتوبه داسې مقام ته رسېدل چې پاچا ورته د
ملک ټول مادي او معنوي امکانات ورسپاري. د نوي نسل لپاره باید همداسې نصاب او
تدریسي اصول جوړ کړو، مورال او روحيې لوړې او شخصیتونه باید په همدې معيار وروزو، مسلمان چې په هر
هېواد کې ژوند کوي په همغه هېواد کې خپل هېواد او هېوادوالو ته د ګټورو چارو ژمن
او کارنده انځور وي نه دا چې د خپل هېواد پر ضد بل هېواد ته څارګري او جاسوسي وکړي.
البته دا
ویاړ یې د کار، زیار او سپېڅلتیا له لارې تر لاسه کړي، نه په چالاکۍ، غوړه مالۍ او انسان وژنې او نه د خپلې
زمانې له ټولنیزو ظالمانو سره په سازش.. د واک، مال او زور د ظالمانه وېش د قناعت له لارې.
همداسی يوسف غوندې شخصيت وروزو چې د ټولې زمکې د خزانو د خوندینې ژمنه ورکوي چې
له اسماني آفتونو يې د ژرغورنې لپاره لازم تدابیرلري. ټولنیزو ټګمارو او بلواګرو
تکتیکونو پر وړاندې ځانګړی سپېڅلی تشکيل درلودل او له عیني شرایطو سره برابر د
ثابتو اصولو او مقرراتو قانوني کول او عملي کول. د مال د انکشاف، علمي تخصص او د نعمتونو عادلانه وېش د سمبالنې درایت
لري.
د حکومت
اساس يې عدالت او مهرباني ده. د کار وړ او کارنده شخصيتونو
ته پکې د کار په مقابل کې پوره حق ورکول له استثمار نه پوره ځان ژغورل دي.
حکومت يې
آخرت تباه کوونکې حکومتولي نه وه. دنیا یې د آخرت کرونده او آخرت يې د دنیوي
مسؤولیتونو د اجرا محور او د حقونو د ادا ايماني انګېزه او ګټوره پديده وه.
اما موږ
چې د سلیمان او یوسف (علیهما السلام) د قرآني انځورونو د بیا اعادې پرځای په ګوندي
تعصباتو، سيمه ييزو انګېرنو او مذهبي تربګنیو کې د راتلونکو نسلونو په زړونو کې یو
له بل سره د کینې تخمونه وکرل، اداري ژوند او حکومتي سیستم مو دلاندې حدیث انځور
شو.
«عَنْ
أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم «سَيَأْتِى
عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتٌ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ
فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ
وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ الرَّجُلُ
التَّافِهُ فِى أَمْرِ الْعَامَّةِ».[3]
(له
ابي هريره رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: پر خلکو به تېر
ايستونکي کلونه راځي، دروغجن به
رښتينی ګڼل کېږي، امانتکار ته به خاین ویل کېږي، رویبضه به د عامه چارو د پرمخ
وړلو په اړه خبرې کوي. چا ورته وویل: رویبضه څه دی؟ هغه وویل: عامه مسؤولیتونو ته
چې سپک ګوري).
يعنې عامه
ژمنې به په ناژمنه موخه پرغاړه اخلي.
«التافه»:
(چې بې علمه مشري کوي یا هغه مشر چې د خلکو ستونزو ته سپک ګوري).
«الرويبضة»:
«تصغير رابضة وهو العاجز الذى عجز عن معالى الأمور».[4]
(رويبضه د
رابضة تصغير دى، هغه چا ته ويل کېږي، چې ستر کارونه نشي کولاى).
رویبضه چې
له حکومتي څوکۍ نه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي. د حکومت له لارې خپل ولس ځپي او
اړونده حکومتي چارې په بدانو پر مخ بیايي د خپلو دندو د کره او پوره اجرا وړتیا نه
لري.
[1]. ص: ۳۵-۴۰.
[2]. يوسف: ۵۴-۵۷.
[3]. ابن ماجة ، أبو عبد
الله محمد بن يزيد القزويني ، سنن ابن ماجه ، ج 12 ، ص 194.
[4]. ابن الأثير ، مجد الدين
بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني الجزري ، النهاية في غريب الحديث
والأثر ج 2 ص 185.

No comments:
Post a Comment