يوولسم فصل:(پنځم صفت) المجيد


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

يوولسم فصل:(پنځم صفت) المجيد

 المجيد: په لوړو او لويو صفتونو ستايل شوى.

الله تعالی وايي: «بَل هُوَ قُرءانٌ مَجيد». [1]

(دا قرآن کریم په لوړو او لويو صفتونو ستايل شوى دی).

قرآن ته چې (د فَعِیْل په وزن) مجيد ويل شوى. قرآن د الهي او بشري حقونو او ژمنو د ادا له لارې انساني جسم، عقل، عاطفه، انساني ټولنه او کاينات ډېرو لوړو پړاوونو هسکو پوړیو او لویو مقامونو ته رسوي، چې همدې ته مجد او لویښت وايي.

د لوړ والي او ستر والي په معنا

هره اجتماعي طرح چې ټولنې او وګړي څومره د عدالت په خوږو مړوي، د علم په رڼا يې عقل څومره رڼوي او عواطف يې څومره پياوړي او جسمونه څومره غښتلي کوي، د انسانانو د ژوند جوړښت ریښو ته پایښت او نظام ته يې درنښت وربښي، ټولنه هومره د مجد خاونده، لوړه او ستره وي.

هره اقتصادي طرح چې څومره ډېرې ټولنې او وګړي له فقره وژغوري او له بشري ټولنو څخه د نېستۍ سپېره ټغر ټول کړي، هومره لوړ او لوى خلک دي او نوموړی اقتصادي نظام هومره لوړ او لوى دى.

هره تعلیمي طرح او نصاب چې څومره باکيفيته وي او څومره ډېر خلک پرې پوهېږي او ویښېږي او د طبیعت بڼه څومره ورسره ګټوره او ټولنه څومره د امن په لور ځي ؛ هومره يې تعلیمي سيستم لوړیږي او لویېږي هومره مجد ته رسېږي.هره روغتیایي هڅه چې څومره ډېرو پرګنو ته ګټوره وي، هومره لوړه او ستره ده.

هر تعلیمي نصاب چې څومره ډېرو عقلونو ته انکشاف ورکوي، څومره ډېر عواطف پنځوي او ډېر بدنونه پیاوړي کوي، جسمي قوتونو ته وده ورکوي او د دوى ترمنځ توازن رامنځته کوي د وګړيزو او ټولنيزو ستونزو د حل لپاره پکارېږي، هومره لوى او ستر دى.

د هرې ټولنې چاپېريال، چې څومره له زهرجنو غازونو، لوخړو او ځوروونکو غږونو خوندي وي، ونې، بوټي، ګلان، چمنونه پکې څومره تاند، سمسور او ښېرازه وي ؛ هومره ټولنه ستره، لويه او تر نورو لوړه ده.

هره ټولنه چې څومره پخپلو پښو ولاړه وي، خلک پکې هوسا، د حق پالنه پکې ځواکمنه او د ژمنو سرته رسول پکې ارزښتمن وي، هومره ستره، لويه او تر نورو غوره ده.

په هره اداره کې چې څومره وړ، سپېڅلي، امين، پوه او کارنده خلک واکمن وي، هومره ستره، لويه او لوړه ده.

هره کورنۍ چې د ماشوم د هر اړخيزې روزنې، خاوندپالنې، مېرمن نازونې او پر مور و پلار لورانده وي، هومره لويه ستره او لوړه ده.

هر کور چې غړي يې څومره يو بل ته د ډاډ ذريعه، د رحم سرچينه او د متقابلې مينې خوږه وږمه وي، هومره د لوېښت او د مجد لوړې مرحلې ته رسېدلې ده.

هر انسان چې خلکو ته څومره د خير سرچينه، د ستونزو د حل ذريعه، د ټولنې د پرمختګ او د ملتونو د عروج وسيله وي، هومره لوېښت او مجد لري.

هره حقوقي طرح چې د ډېرو انسانانو لپاره د حقتلفۍ د ټولو ډولونو مخه نيسي، د ماشوم، ښځمنو، نارينه وو، حيوان، نبات او کايناتو حقوق تضمينوي، هومره مجد او سترتوب لري.

هره څېړنه چې څومره زيات ګټور حقايق راسپړي، انسانانو ته نېکمرغي بښي، ژوي، نباتات، حيوانات، جمادات، مایعات او ګازونه مخ پر وده او د استفادې وړ کړي، هومره مجد او سترتوب لري.

هغه ټولنه سترتوب او مجد لري، چې اخلاقي وضع يې رښتنې، عادله، عالمه، خواخوږې، مهربانه، باثباته او خير غواړې وي. هغه حکومت چې چارواکي يې د ولس خادمان او د خپل قوم په مادي او معنوي پرمختګونو بوخت وي، د سترتوب خاوند دى. هغه حکومت چې څوکۍ او مقامونه د عقلي وړتيا، عملي پياوړتيا او عاطفي سپېڅلتيا له مخې وېشي، چارواکي يې د ستونزو د حل مرجع او د خپلو ولسونو په خدمت کې وي او د ولس له زبېښاک نه کرکه لري، ستر حکومت او مجید ملت ګڼل کېږي.

د وړو اهدافو او ارمانونو خاوند د شخصي، دولتي او عامه زمکو د تروړلو هڅه کوي. د لويو اهدافو او سترتوپ خاوند خپلې زمکې پر بېوزلو او بې کوره خلکو وېشي. نورو انسانانو ته د لوړ انساني تشخص او پر نورو د وېشلو درس ورکوي، لوى او مجيد خلک دي.

قرآن پورتنۍ چارې تر پورته تعبيراتو په لوړه او باکيفيته کچه انساناتو ته وړاندې کړي. کله هم چې قرآني لارښوونې پلې شي، ټولنې او وګړي د لوېښت او مجد تر دغو تعبیرونو لوړو پړاوونو ته رسېږي.

د وړو اهدافو خاوند د نورو پر تیر ایستنه او (بډو) ځان پیاوړی کوي او خوند ترې اخلي. د لویو موخو خاوند د صداقت، شجاعت او عامه امنیت له رامنځته کولو خوندونه او لذتونه اخلي، که څه هم خپله کړیږي. « وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ».[2]

د وړو اهدافو خاوند د ژبې، قوم، ګوند او مذهب په تنګه دایره کې محاصره وي. د تعصب خړو ورېځو یې د زړه، ضمیر او عقل فضا خړه کړې او د وړو موخو د ترلاسولو لپاره خپل رواني، عقلي او جسمي قوتونه نذرانه کوي.

د لویو اهدافو خاوندان ځينې خوږې ژوندنۍ شېبې د نړيوالو ژمنو لپاره چې ژوند د ټولو لپاره، روغتيا د ټولو لپاره، تعلیم د ټولو لپاره، اقتصاد د ټولو لپاره په موخه لګوي، چې همدا لویښت او مجد دى.

د خلکو د وږي کولو پرځای د خلکو د مړولو نقشې جوړولو ته لوېښت او مجد وايي. د خلکو د بې پردې کولو پر ځای د خلکو نغاړلو، نازولو او پاللو ته لویښت او مجد وايي. د زمکو له غصب څخه ځان ژغورل، له خپلو امکاناتو او وړتیا وو نه د ټولګټو چارو لپاره استفاده، له ولسونو سره ښېګڼه، د خلکو د اړتياوو په رژولو کې نقش درلودنې ته لویښت وايي.

د وړو افکارو، وړو اهدافو او وړو خبرو او وړو چارو پرېښودو ته لویښت وايي.

اهداف په ځانګړي مذهب، ځانګړي ګوند، ځانګړي قوم او ځانګړو نژادونو پورې نه تړل، لویښت ګڼل کېږي. له کهکشانونو پورته د عرش له مالک سره په پېغمبري او قرآني بڼه تړاو موندلو ته لویښت وايي.

 د خیرغوښتنې پراخ نظر، د ښو اخلاقو لوړ معیار او پوهې دومره عالي هدف ټاکي چې د «تخلقوا باخلاق الله». درس ورکوي، یعنې الهي اخلاق په ځان کې پیدا کړئ.

په زمکه کې انسانانو ته د خدمت له لارې د کايناتو د پیدا کوونکي د رضا د حصول غوښتنې ته لویښت وايي.

قرآن انسان ته د مجد پر لور لارښوونه کوي، چې د کائناتو، انسانانو، مومنانو، متقيانو او محسنانو لپاره رحمت، هدايت او پند شه د نړۍ ټول بشريت، ژويو او نباتاتو ته ګټور شه.

د هغو جنتونو د ګټلو په لټه کې شه، چې سور (بر) یې تر اسمانو ډېر غځېدلی دی. د دې فاني دنیا په خوندونو خپل آخرت مه بایله. همدا شان يې د خلکو د مال له خوړلو، ځورولو او بې پته کولو څخه ځان وژغوره.



[1]. البروج: ۲۱.

[2]. الحشر: 9.


No comments:

Post a Comment