لیکوال:محمدناصر حلیمي
طب د ايمان سنګر دى
د «الطب محراب الايمان» په نامه په ليکل شوي دوه ټوکيز
کتاب کې دي، چې طبيب په حقيقت کې انساني زړونو او عقلونو ته د ايمان د زرق کولو
متخصص هم دى.
ايمان د فرد د ښو ځانګړنو وده د ټولنيزو پرمختياوو لپاره
عملي کار، د فردي او اجتماعي رنځونو درملنه ده.
زه چې کله هم له انسانپالو او مستعدو طبيبانو سره کېنم، د
هغوی په علمي څېړنو مې ايمان تازه کېږي. هغوى چې کله د انسان د هاضمې، تنفسي، عصبي،
جهازونو، حجراتو، انساجو د غړو پر وظايفو، ګټو او ستونزو غږېږي، لوى الله تعالی مې
سترګو ته درېږي، له الله تعالی سره د مينې کچه راسره لوړېږي.
( الطب محراب الايمان ) بايد وژباړل شي او په طب کې د
ثقافت مضمون په توګه تدريس شي.
د طب په رڼا کې د ډاکټر ذاکر نايک، ډاکټر طارق جميل، ډاکټر
عبدالمجيد زنداني، عبدالدایم الکحیل ايماني او علمي خدمات ډېر ګټور دي.
No comments:
Post a Comment