لیکوال:محمدناصر حلیمي
د رنځور پوښتنې درنښت
لاندې
حدیث که هر ویښ ولس سره وای اوس به د نړۍ په کچه
روغتیايي
سرلاری وای.
ځکه په اسلام کې طب عبادت، ریاضت، درنښت
او شهامت دی. مخلص طبیب ځکه شهید دی چې د میلیونونو وژونکو ویروسونو او ژوند اخستونکو
مکروبونو په منځ کې د بل انسان د ژغورنې په پار شاهینانه او عالمانه پنجه اچوي.
«وعن ابي هريره رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى
الله عَلَيْهِ وسَلَّم:"مَنْ عَادَ مَريضاً أَوْ زَار أَخاً لَهُ في اللَّه، نَادَاهُ
مُنَادٍ: بِأَنْ طِبْتَ، وطَابَ ممْشَاكَ، وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الجنَّةِ منْزِلاً».[1]
«له ابي
هريره رضي الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي دي، چا چې
د ناروغ پوښتنه وکړه يا د خپل ورور ليدو ته ورغى، ملايکه به غږ وکړي: ښکلى او ګټور
کار دې وکړ. تګ راتګ دې ښکلى او ګټور دى. ځان ته دې په جنت کې کور جوړ کړ».
دا د
ناروغ عيادت، ناروغ پوښتنې فضيلت دى. د هغه طبيب فضيلت به څومره وي، چې د رنځور
درملنه کوي؟
[1]. الترمذي ، أبو عيسى ، محمد
بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك ، تحقيق وتعليق: أحمد محمد شاكر سنن الترمذي ،
ج4 ، ص 365.
No comments:
Post a Comment