لیکوال:محمدناصر حلیمي
صحت ته ژمن
که د صحت
په اړه موږ مسلمانان قرآني او نبوي لارښوونو ته د عمل او نتيجې په ډګرونو کې ژمن
واى، نن به اسلامي هېوادونه د بشري، حيواني او نباتي روغتيا لپاره د باور وړ
نړيواله مرجع واى.
د قرآن
کریم او نبوي احاديثو په روغتیايي لید لوستنه دا باور راکوي، چې د بشري نړۍ د اعتقادي، عبادي، اجتماعي،
اخلاقي، تعلیمي، اقتصادي رنځونو له معالجې څخه د اسلامي امت د بې خبرۍ له امله له
پېړيو راهيسي د سیاسي استبداد او دیني اختناق[1] په رسیو تړل شوی، زندۍ شوی او ځپل شوی دی.
[1]. د اسلام په نامه داسې
مذهبي وضع حاکمول چې خلک خپل مشروع حقوق ونه شي غوښتلای او خلک خپه کړي دين د بلواګرو ، چارواکو د ظلمونو
لپاره د توجيه کولو زرينه پرده وي ، ظالم چارواکي او لاسپوڅي د ينپوهان د خلکو ذهنيتونه دومره مسخ کړي ، چې
خلک يې قانع کړي چې د زمانې دجال ته مسيح ، جالوت ته داوود ، نمرود ته ابراهيم ، فرعون
ته موسى ، ابوجهل ته عمر ، قارون ته عثمان غني. . . ووايي. ددين اصولو ته فروع او
فروع ته اصول ووايي ، دیني علماء د بې حضوره لمونځونو او بې هدفه اودسونو په
اختلافي موضوعاتو کې بوخت او د خلکو له سیاسي ، اقتصادي ، ښوونیزو او روزنیزو
ستونزو څخه بې پروا وي. په عباداتو کې استحبابي موضوع ورته مهم او د حرامو خوراکي
او څښاکي توکو په اړه بې پروا وي.
No comments:
Post a Comment