روغتيايي شاتګ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

روغتيايي شاتګ

که چېرې پوښتنه وشي چې د نړۍ په کچه ډېرې سترې طبي څېړنې چېرته کېږي او څوک يې کوي ښايي ځواب به مو همدا وي چې نامسلم هېوادونه او نامسلم شخصیتونه، دا هم زه منم چې د روغتيا په اړه د نړۍ په کچه ډېر طبپوهان لرو، خو د مصونيت لپاره يې له بسيا هېواد او عزتمنو سياسي سرلاريو له خوږو بې برخې يو. زموږ په هېوادونو کې د جنګياليو هغه سرلاري چې پردۍ ګټې پالي، هر راز نعمتونو څخه برخمن دي، هر څه لري ؛ خو پوهه، محقق، استاد، عالم او شخصيتونه هېڅ نه لري. موږ باید خپل ټولنیز جوړښت ته تغیر ورکړو، چې زموږ ټولنه د اجيرو شخصیتونو لپاره د «زنده باد» او «مرده باد» محور نه وي، زموږ هېواد باید د قانون پلي کولو، علم خپرولو او د ارزښتونو د خوندي کولو محور وي. متاسفانه قيادتونه دلته پر عقلونو او عواطفو لوبې کوي. وړتياوې د اړتياوو د حل په پرتله په ستاينو او کينه کښه غندنه کې کارول کېږي، هله موږ کولای شو چې د روغتیایي شاتګ پر ځای پرمختګ وکړو، چې روغتيا پالنه، وقايه او درملنه خپله دنده او ژمنه وګڼو.


No comments:

Post a Comment