روغتيا پالنه په آخرت كې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

روغتيا پالنه په آخرت كې

د آخرت په ورځ الله تعالی یوه اجتماعي پوښتنه کوي، چې زه ناروغ وم، زما پوښتنه دې ونه کړه. بنده به ووايي: ای الله تعالی ته څنګه ناروغېږې؟ الله تعالی به ووایي: زما فلانی بنده ناروغه و، که پوښتنه دې يې کړې وای زه به دې موندلی وای[1].

داسې معلومېږي چې د الله تعالی او بشر ترمنځ د همناستې مجلس وروستى ټکى چې مجلس پرې پای ته رسي ناروغتيا، درملنه او ناروغ پوښتنه ده او موږ د نړۍ په کچه له حاذق طبيب با کیفیته درملنې، مسلکي تشخیص او عالمانه تجویز څخه په داسې حال کې بې برخې یو چې قرآنپوهانو مو بايد د رنځونو د درملنې لپاره څېړنیزې لیکنې درلودای. افسوس، زموږ پر حال چې له شفا بښونکي قرآن کریم سره د تړاو له ادعا سره سره نور خو پرېږده پخپله ناروغان يو او د علاج وړتيا راکې ځپل شوې ده.



[1]. قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ، ج۴ ، ص ۱۹۹۰. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " إِنَّ الله عَزَّ وَجَلَّ يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: يَا ابْنَ آدَمَ مَرِضْتُ فَلَمْ تَعُدْنِي ، قَالَ: يَا رَبِّ كَيْفَ أَعُودُكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ، قَالَ: أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ عَبْدِي فُلَانًا مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ ، أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ؟ يَا ابْنَ آدَمَ اسْتَطْعَمْتُكَ فَلَمْ تُطْعِمْنِي ، قَالَ: يَا رَبِّ وَكَيْفَ أُطْعِمُكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ، قَالَ: أَمَا عَلِمْتَ أَنَّهُ اسْتَطْعَمَكَ عَبْدِي فُلَانٌ ، فَلَمْ تُطْعِمْهُ؟ أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ أَطْعَمْتَهُ لَوَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي ، يَا ابْنَ آدَمَ اسْتَسْقَيْتُكَ ، فَلَمْ تَسْقِنِي ، قَالَ: يَا رَبِّ كَيْفَ أَسْقِيكَ؟ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ، قَالَ: اسْتَسْقَاكَ عَبْدِي فُلَانٌ فَلَمْ تَسْقِهِ ، أَمَا إِنَّكَ لَوْ سَقَيْتَهُ وَجَدْتَ ذَلِكَ عِنْدِي ".


No comments:

Post a Comment