د نښو عامېدل او عملي کېدل


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د نښو عامېدل او عملي کېدل

زموږ د موجوده کړاو اساسي لامل دا دی چې قرآني تعليمات په ګوت شمېره خلکو کې محدود او په خاصو اېزمونو، ګوندونو او مذهبونو کې منحصر دى، په داسې حال کې چې قرآن کریم ټول بشریت ته د کایناتو د سعادت د عملي او منتج تضمین لپاره را لېږل شوی دی. قرآن اتلس ځلې"يَا أَيُّهَا النَّاسُ" كلمه ياده کړې ده. که ورته مراجعه وشي، جوته به شي چې قرآن کریم د اکسیجن او لمر غوندې د هر انسان د وړتیاوو په ودې او اړتیاوو په حل کې خپل نقش لري.

الله تعالی وايي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا».[1]

(ای خلکو! یقینا تاسو ته، ستاسو د رب له لوري دلیل راغلی او تاسو ته مو ښکاره رڼا نازله کړه).

قرآن کريم ستونزی په دريو برخو ويشلي، د نړۍ او نړېوالو ستونزې، د انسانانو ستونزی او د مسلمانانو ستونزې، هر يو ځانګړی خطاب او هريوه ته ځانګړی پيغام لري.

ستونزه هله هواریږي چې قرآن کریم په نبوي دود، علمي مېتود او نتيجه تضمينوونکي سیستم سره تدریس شي. د طبیعي، اجتماعي او بشري منابعو په وده او ګټه کې د قرآن کریم په رڼا د غور او دقت مخه ټولو خلکو ته هواره شي.

قرآن زړه سواندو مستعدو شخصیتونو لاس ته ورسېږي، چې په زړونو کې يې د مینې، رحم او درنښت خوږې وږمې خورې وي. قرآن کریم د هر انسان په زړه  وجدان او ضمير کې د انساني کرامت د ساتلو او پاللو ارمان او ايمان پالي.

 عقلونه د وهم، خیال او کاذبو تصوراتو څخه پاکوي البته په هغه صورت کې چې قرآني موخې د مذهبي تعصب په خړو وریځو کې پټ او د فرعي موضوعګانو د ناندرېمارو اتلانو د غیر علمي بحثونو په تورو لوخړو کې ورک نشي.

ځکه چې په طبیعي، اجتماعي او بشري منابعو کې له غور، فعالیت او استنتاج نه پرته الله تعالی پېژندنه، مخلوق پېژندنه، حق پېژندنه او مسؤولیت پېژندنه ممکنه نه ده.

د انسان مکلفيت يواځې په الله تعالی پېژندنې سره نه ترسره کېږي، تر څو چې انسان د الله تعالی غوښتنې ترسره نه کړي، چې د طبیعت، اجتماع او بشري منابعو پر وړاندې د خپلو مسؤولیتونو سمه پېژندنه او کره ادایېنه ده.

الهي غوښتنې په لاندې آیت کې په دقت سره ولولئ. لږ تر لږه د نړيوالو محققينو ته چيلنج ورکړاى شو، چې راځئ، زموږ وګړي او ټولنې د لاندې آيتونو په کنډه کې وتلئ او و شنئ!

تاسو څه فکر کوئ، چې که زموږ خلک او ټولنيز جوړښتونه د لاندې آيتونو په کنډه کې و شنل شي، څو سلنه (%) نومرې به واخلي!؟

(قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ الله إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (151) وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ الله أَوْفُوا ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (152) وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (153».[2]

( اى محمده (ص)! دوى ته ووايه چې راشئ زه تاسې ته اوروم چې ستاسې رب پر تاسې څه بنديزونه لګولي دي، دا چې له هغه سره څوك مه شريكوئ، له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ، خپل اولاد له لوږې مه وژنئ، موږ تاسې ته هم روزي دركوو او هغو ته یې هم ورکوو او بدو چارو ته مه نژدې کېږئ ، ښکاره وي او كه پټې او هغه نفس چې الله تعالی محترم ګرځولى دى، مه وژنئ، مګر په حق، دا خبرې دي چې د دې لارښوونه تاسې ته کړې ده، تاسې بايد له پوهې كار واخلئ او د يتيم مال ته مه نژدې كیږئ، مګر په داسې توګه چې ډېره غوره وي، تر دې چې هغه د خپل رشد منګ ته ورسېږي او په تول مېچ کې پوره انصاف وکړئ، موږ پر هر چا د مسووليت هماغوره پېټى ږدو چې په وس کې يې وي اوكله چې خبره كوئ په عدالت يي وکړئ، كه معامله له خپلو خپلوانو سره هم وي او له الله تعالی سره ژمنه پوره کړئ. د دې خبرو ښوونه تاسې ته الله تعالی کړې ده پكار ده چې تاسې نصيحت ومنئ، دغه راز د هغه لارښوونه دا ده چې همدا زما سمه لار ده، نو تاسې پر همدې لاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ چې هغه به تاسې له هغې لارې واړوي تيت پرک به مو کړي. دا دى هغه هدايت چې ستاسې رب درکړی دى، پكار ده چې تاسې له انحراف څخه ځان وژغورئ).

د الله تعالی غوښتنه همدا ده، چې انسان د شرک، جهل، فقر، ظلم او رنځونو ټغر له انساني ټولنې، ضمير او عقل نه په حکيمانه او عالمانه بڼه د تل لپاره ټول کړي او پر ځای یې د ژوند پر لوېشت لوېشت ‌ډګر د توحيد، علم، بډاېنې او عدالت ښکلی او خوږ بويه ټغر خپور کړي او په دې اړه يوه شېبه بې کاري، بې غوري او ناپوهي هم جرم وبولي.



[1]. النسآء: ١٧٤.

[2]. الأنعام: 151- 153.


No comments:

Post a Comment