بې ګټې چارې، افکار او ویناوې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

بې ګټې چارې، افکار او ویناوې

مسلمان بې ګټې کار نه کوي، عبث نه وايي، سوچونه يې هدفمن او فکر یې
ګټور وي الله تعالی فرمايي: «أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ الله الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ الله الْأَمْثَالَ (١٧) لِلَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنَى وَالَّذِينَ لَمْ يَسْتَجيبُوا لَهُ لَوْ أَنَّ لَهُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ أُولَئِكَ لَهُمْ سُوءُ الْحِسَابِ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ».[1]

(الله له اسمانه اوبه وورولې لښتی او ويالې يې د خپل توان هومره راواخستې او وبهېدلې. بيا سېلاب له ځان سره ځګ هم راووړ او همدغسې ځګ پر هغو معدني جواهرو هم را پورته كېږي چې خلک يې د ګاڼې، لوښو او نورو شيانو لپاره ويلې كوي. په همدې مثال سره الله تعالی حق او باطل روښانوي ځګ بې ګټې له منځه ځي او كوم شى چې انسانانو ته ګټور دی، هغه په ځمكه كې پاتې کېږي. په دې ډول الله تعالی په مثالونو سره د خپلې خبرې ښوونه كوي. كومو كسانو چې د خپل رب بلنه ومنله د هغو له پاره ښېګڼه ده او چا چې ونه منله هغوى كه د زمکې د ټولې شتمنۍ مالكان هم وي او همدومره نوره ورسره كړي ؛ نو هغوى به د الله له نيونې څخه د ځان ژغورلو لپاره د فديې په ډول د هغې ټولي وركړې ته چمتو شي. دا هغه كسان دي چې په بده توګه به حساب ورڅخه واخستل شي او د هغو استوګنځى دوزخ دى ؛ ډېر بد استوګنځى).



[1]. الرعد: ۱۷-۱۸.


No comments:

Post a Comment