لیکوال:محمدناصر حلیمي
د کورني نظام د ړنګېدو عوامل
د قوم
ثبات او پرمختګ د کورني نظام استحکام هومره دی، کومه
ټولنه کې چې کورنی نظام ړنګ شي هلته سیاسي او اجتماعي نظام
خپله ړنګ او د دښمن لومې ته لويږي.
چې روزنتون د اولادونو
یې ړنګ شوی اوسي
که بادار هم وي غلامۍ
ته خپل بچي ساتي
قرآني ایتونو کې د خاوند او مېرمن د اولادونو، میندو او
پلرونو تر منځ چې کومې اړیکې رامنتځته شوې بنسټیزه موخه یې د کورني نظام ثبات او
استقرار دی، موږ په روایتونو کې داسې روایتونه لرو چې تر هرې ګناه جني شیطانان د
کورني نظام پر ړنګېدو ډېر خوښېږي.
«وَاللَّهُ
جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ
بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ
وَبِنِعْمَةِ الله هُمْ يَكْفُرُونَ (٧٢) وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ الله مَا لَا
يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا
يَسْتَطِيعُونَ (٧٣) فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ إِنَّ الله يَعْلَمُ
وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(٧٤)».[1]
(او
همغه الله تعالی دی، چې ستاسې لپاره يې ستاسې له خپل جنس نه مېرمنې و ګرځولې او
همغه له دغو مېرمنو نه تاسې ته زامن لمسي دركړي دي او ښه خوراک توکي يې درپه برخه كړي دي. ايا نو دغه خلک د دې هر څه له ليدلو او له الله تعالی نه پرته
د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له آسمانه دوى ته څه روزي وركول شته او
نه له زمکې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى؟ نو د الله تعالی لپاره مثالونه
مه جوړوئ، الله تعالی پوهېږي، تاسې نه پوهېږئ).

No comments:
Post a Comment