لیکوال:محمدناصر حلیمي
د رښتینولۍ او عدل ضد جرمونه
که ژوند
پر رښتیاوو روان شو، د ژوند ټول اړخونه ورسره ورځ تربلې ښه کېږي او که ژوند بردرواغو او ظلم روان
شو د ښه کېدو تمه باید ونه لرو، جعل، تزویر، درواغ کور، کلی او حکومت ړنګوي، زما
ځوانانو ته توصیه ده چې معمولي درواغ مو په سیاستوالو کې ولیده د دې لپاره ترې جلا
شئ چې ځان او تاسو د هلاکت کندې ته غورځوي که څه
هم د سياستوالو د درواغو تثبيت لوړه علمي تره او عاطفي يوخوالی او درنښت غواړي.
لاندې دریو آیتونو ته وګورئ چې د حق بریا، د باطل
پرځېدنه، د قرآن شفا کېدنه او رحمت کېدنه هله د انسان او ټولنې په وجود کې ممکن دی
چې چارې پر رښتیاوو روانې وي او درواغ ځای و نه لري.
«وَقُلْ
رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي
مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا (٨٠) وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ
الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (٨١) وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ
مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظالمينَ إِلَّا
خَسَارًا(٨٢)».[1]
(او
دعا وكړه، چې پروردګاره! چې چېرته مې بيايې له
ريښتينولۍ سره مى بوځه او له هره ځايه مې چې باسې، له ريښتينولۍ سره مې وباسه او
له خپل لوري نه يو قدرت زما مرستندوى وګرځوه او اعلان وكړه، چې حق راغى او باطل له
منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى.
موږ د دغه
قرآن کریم نازلولو په لړ كې هغه څه نازلوو چې د منونكو لپاره خو شفا او رحمت دى ؛ مګر د ظالمانو لپاره له زيان
پرته بل څه نه زياتوي).

No comments:
Post a Comment