۱۹. د بدۍ او کینې پارونې خبرې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۹.                د بدۍ او کینې پارونې خبرې

ژبه الله تعالی د زړونو، نسلونو، فکرونو د پیوند او ودې لپاره راکړې ده. ژبه د دې لپاره نه ده راکړ شوې چې انسان له انسان سره بدبینه کړي، په انسان کې د تعصب، تفرقې او تشدد احساس پیاوړی کړي.

      هغه الله تعالی چې نړۍ او نړېوال په منظم شکل اداره کوي، هر څه ته يې ځانګړې نښې ایښي، چې د قومونو او ولسونو له پوهې او ويښتیا سره په تړاو پېژندل کېږي.

ژبه او قلم له هر ولس سره ستر الهي امانت او د ولسونو د ارمانونو، دردونو او وړتیاوو د انځورولو وسیله ده. الله تعالی په دې اړه د بد پېژندنې یو معیار موږ ته داسې وړاندې کوي، چې د چا په تشو لاپو مه غولېږئ! د خیر او شر معیار ته يې وګورئ! دا وګورئ چې د خیر سرچينه او کونجي ده او که د شر.

په غوړو وعدو، بې عمله خبرو او تشو لاپو يې مه غولېږئ، خوږ ژبي کینه کښ خلک الله تعالی داسې را پېژني: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ اٰمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْاٰيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (١١٨) هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا اٰمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ الله عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (١١٩) إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ الله بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ (١٢٠)».[1]

(اى مؤمنانو! له خپلو خلکو پرته له نورو سره خپل رازونه مه وايئ. هغوى ستاسې د وركاوي له هېڅ يو فرصته لاس نه اخلي او تاسې ته چې په هر څه زيان اوړي په هغه خوښېږي، د هغو د زړه دښمني د هغو له خولې نه راوځي او څه چې یې پخپلو سينو كې پټ ساتلي هغه تر دې زيات دي. موږ تاسې ته څرګندې لارښوونې كړي دي كه تاسې پوهه لرئ (نو د هغو په رڼا كې له پاملرنې څخه كار واخلئ، تاسې له هغو سره مينه كوئ ؛ خو هغوى له تاسې سره مينه نه لري سره له دې چې تاسې ټول اسماني كتابونه منئ، كله چې هغوى له تاسې سره يو ځاى كېږي ؛ نو وايي چې موږ هم (ستاسې پېغمبر او ستاسې كتاب) منلی دی ؛ خو چې كله درڅخه بېلېږي، نو بيا ستاسې پر خلاف له ډېر قهر او غوسې نه خپلې ګوتې چيچي هغو ته ووايه چې د خپلې غوسې په تاؤكې ومرئ، الله تعالی ان د زړونو په پټو رازونو پوهېږي. كه تاسې ته څه ښېګڼه رسي ؛ نو خپه كېږي او كه پر تاسې څه مصيبت راځي، نو دوی پرې خوشحالېږي، خو د هغوى هېڅ دسيسه ستاسې پر خلاف اغېزمنېدای نشي په دې شرط چې تاسې له صبره كار واخلئ او له الله تعالی څخه د وېرېدو سره عمل وكړئ دوى چې هر څه كوي، الله تعالی پرې پوره پوه دى).



[1]. المائده: 118-120.


No comments:

Post a Comment