لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۰.
د ملا تړ تشه ژمنه
ګوندي، مذهبي او سیاسي مشران، خپلو
پلویانو او عام خلک خپلو مشرانو ته تل د هغوى د ستونزو د حل، پرمختیاوو د ایجاد او
د ژوند په چارو کې د ملاتړ تشې ژمنې ور کوي، هغوی چې خپله وعده پوره کوي، وینا يې
طیبه او چې نه يې پوره کوي، وينا يې
خبیثه ده.
الله تعالی وايي «أَلَمْ
تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا
مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ
فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ
إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (١١) لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا
يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِنْ قُوتِلُوا لَا يَنْصُرُونَهُمْ وَلَئِنْ
نَصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ(١٢)».[1]
(ته هغو كسانو ته نه ګورې چې د منافقت لار يې غوره كړې ده؟ دوى خپلو كافرو
كتابوالو وروڼو ته وايي: كه تاسې وايستل شوئ، نو موږ به هم له تاسې سره وځو
او ستاسې په باب به د هېچا خبره هېڅكله ونه منو او كه له تاسې سره جنګ وشو نو موږ به ستاسې مرسته وكړو)
خو
الله تعالی شاهد دى چې دغه خلک دروغجن دي.
كه
هغوى وايستل شول، نو دوى به له هغو سره هېڅكله ونه وځي او كه له هغوى سره جنګ وشو، نو هېڅكله به د هغوى مرسته
ونكړي او كه د هغو مرسته وكړي هم، نو شا به واړوي او بيا به له هېڅ لوري څه مرسته
ونه مومي).

No comments:
Post a Comment