لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۱.
د ورورولۍ ژمنې او د دښمنۍ کړنې
د تاريخ په اوږدو کې له فکري او عملي
ملګرتیا څخه د اسلامي امت فاصله د
زرګونو مصیبتونو او د
بشري جنايتونو سرچينه ده، د دې رنځ درملنه د اسلامي علماوو اساسي دنده
ده، چې په درسي، تقریري او
تحریري نصاب کې تطبیق او دقيقه ارزونه يې وشي ؛ ځکه اخلاق د وینا له
لارې نه، د تقلید له لارې لېږدول کېږي، اسلامي علماء بايد د سترو چارو د کره ترسرولو سترې بېلګې وي، چې راتلونکي نسلونه
یې پر پله پل کېږدي.
د رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم په
زمانه کې د مسلمانانو د بریا او د یهودو د ماتې یو علت دا و، چې د یهودو خپلمنځي لفظي ملګرتیا
وه او د مسلمانانو عملي او فکري ملګرتیا.
د قیامت تر ورځې پورې
له فکري او عملي ملګرتیا څخه محروم او په لفظي ملګرتیا رنځور قومونه به د نورو
ژمنو قومونو پر وړاندې سرکوزي ګرځي، چې د خبیثو ویناوو یو ډول دی.
د اسلام د برم د بيا راژونديتوب لپاره اسلامي پوهان د بشري
پرګنو د فکري او عملي وحدت د عملي طرحې په جوړولو ژمن دي، هغه خلک چې اسلام په
تودو شعارونو او ګرمو ولولو لمانځي مسلمان هلته خپل حیثیت او هویت دواړه له لاسه
ورکوي ځکه اسلام د فکري وحدت د منتجو چارو د انسجام او بشري ستونزو د حل له لارې
واقعي وده کوي، نه د غوړو شعارونو او تودو ولولو له لارې.
هلته چې د مؤمنانو ترمنځ فکري ملګرتيا او عملي ژمنتیا نه وي، د شهيدانو وينې، د غازيانو منډې، د
ځوانانو شعارونه او د پوهانو ليکنې، خبرې او لورنې د هوسپالو مشرانو په ګټه پاى ته
رسېږي، په داسې ټولنو کې ولس وږى، تږى او ناولى ژوند لري، چارواکي بېواکه، کاواکه
او بل واکه دريځ لري، په داسې ټولنه کې د شهید کونډه د اشغالګرو د اجیر وینځه ده، د شهید یتیم
يې مریی او شهادت يې د هغو لپاره مډالونه دي.
الله تعالی د دغسې ولسونو په اړه وايي:
«تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ
قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ».[1]
(ته یې يوه ډله ګڼې ؛ خو د دوی زړونه او فکرونه سره جلا دي، ځکه دوی خپل
عقلونه پکار نه اچوي).
یهودو سره له دې چې پخې کلاوې
درلودې، د څو پېړیو جنګي، تکتیکي تجربې او پراخه پانګه یې درلوده، قرآن کریم وايي:
د دوی د ماتې بنسټيز لامل د دوی فکري
اختلاف او د زړونو لرېوالی دی، که څه
هم په ژبه د وحدت
شعارونه زمزمه کوي.
د فکري وحدت او منتج عملي انسجام لپاره
کار و زیار زموږ د ژغورنې یواځينۍ لار ده، چې د عدالت له ټینګښت، متوازن اجتماعي
انکشاف، جامع نصاب او هسکې علمي پرمختيا نه پرته يې رامنځته کول ناشونى دی.
مسلمانان بايد د واحد نصاب جدي تطبيق ته تر هر څه لومړيتوب ورکړي، که
غواړو يو موټى، خپلواک، ناپيېلې، پخپلو پښو
ولاړ او بسیا بشريت ولرو.

No comments:
Post a Comment