۲۲. له فقره ډارول او بدچاره کول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۲.                له فقره ډارول او بدچاره کول

فقر له کفر نه وروسته د ټولو ګناهونو زېږنده دی، قرآن کریم د فقر د ختمولو لپاره دقیقې په زړه پورې لارښوونې لري، چې مشخصول يې ژمن او عالمانه تشکیل غواړي.

لکه د انساني ټولنو شتمنول چې د پېغمبرانو د رښتینو وارثانو کار دی، همداسې د انساني ټولنې بېوزلول د بې رحمه نظامونو له لارې د انسي او جني شیطانانو ګډه او عملي برنامه ده، چې پر مظلومو ولسونو د کورنیو مریانو او بهرنیو بې رحمه لېوانو له خوا په علمي آرونو سره برابر پلي کېږي.

د بربنډو او فاحشو فلمونو له لارې په ځوانانو کې د شهوت پالل او روزل د هېوادونو د استعمار او د امکاناتو د استثمار لپاره کامیابه او ژوره طرح ده.

فاحش فلمونه د عقلي وړتیاوو د ځپلو او د ذلت لور ته د ټولنې د سيخولو اسانه لار ده، هغه ولس چې غواړي آزاد، آباد او پرمخ تللی اوسي، باید د فحشاوو مخه ونیسي او د جنسي قوت پر ځای داسې روزنیز وسایل رامنځته او دود کړي، چې د عقلي قوتونو په ودې سره په ټولنه کې د نوښتونو د پرمختیاوو کچه لوړه او د ستونزو کچه ټیټه کړي.

په لاندني آیت کې الله تعالی وايي چې بشري پرګنې په زمکه کې د ددوو طرحو له مخې ژوند تېروي:

«الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ».[1]

(شيطان تاسې له بېوزلۍ نه وېروي او د بدلمنۍ ګناه ته مو هڅوي، خو الله تعالی مو بښنې او حلالې ګټې ته هڅوي، الله تعالی پراختیا ورکوونکی او پوه دى).

د فقر او فحشاء تړاو په لاندې حدیث کې له ورایه ښکاري!.

«عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ:"الزِّنَا يُورِثُ الْفَقْر».[2]

له ابن عمر نه روایت دی چې رسول الله (ﷺ) ویلي دي: د زنا نتیجه نیستي، پمنتوب او بېوزلي ده.

دری کسان د الله تعالی نه خوښیږي:

«وَعَن أبي ذَر رضي الله عَنهُ أَن النَّبِي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم قَال وَالثَّلَاثَة الَّذين يبغضهم الله الشَّيْخ الزَّانِي وَالْفَقِير المختال والغني الظلوم». [3]

(له ابي ذر نه روایت دی چې پېغمبر ﷺ وویل: دری کسان الله تعالی بد ګڼي: زنا کار بوډا، خوار کبرجن او تیریګر شتمن).



[1]. البقرة: ٢٦٨.

[2]. الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 13 ، ص 418.

[3]. الترمذي ، محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك ، سنن الترمذي ، ج 4ص 698.


No comments:

Post a Comment