۲۳. لاندې پنځو چارو ته هڅول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۳.                لاندې پنځو چارو ته هڅول

د ولسونو د زوال پنځه لاملونه په نبوي حدیث کې بیان شوي دي، هره وینا چې دې پنځو لاملونو ته انسان هڅوي او لمسوي خبیثه وینا ده او هره وینا چې د دوی پر ضد وي طیبه وینا ده:

«أخبرنا مالك أخبرنا يحيى بن سعيد أنه بلغه 1 عن ابن عباس رضي الله عنه أنه قال: ما ظهر الغلول [1] في قوم قط إلا ألقي في قلوبهم الرعب [2] ولا فشا [3] الزنى في قوم قط إلا كثر فيهم [4] الموت ولا نقص قوم المكيال والميزان إلا قطع [5] عليهم الرزق ولا حكم قوم بغير الحق إلا فشا فيهم الدم [6] ولا ختر [7] قوم بالعهد إلا سلط [8] عليهم
العدو [9]».

(ابن عباس رضي الله عنه ويلي دي: هغه قوم چې خیانت کوي الله تعالی يې په زړونو کې ډار اچوي، هغه قوم چې زنا پکې عامه شي خپلمنځي وژنې پکې زیاتې وي، هغه خلک چې په تله او پیمانه کې ټګي کوي الله تعالی پرې رزق بندوي، هغه قوم چې نا حقه فیصلې کوي الله تعالی يې پخپلمنځي وینو تويولو کې ښکېلوي).

«عَنْ عَبْدِ الله بْنِ عُمَرَ قَالَ أَقْبَلَ عَلَيْنَا رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ «يَا مَعْشَرَ الْمُهَاجِرِينَ خَمْسٌ إِذَا ابْتُلِيتُمْ بِهِنَّ وَأَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ تُدْرِكُوهُنَّ لَمْ تَظْهَرِ الْفَاحِشَةُ فِى قَوْمٍ قَطُّ حَتَّى يُعْلِنُوا بِهَا إِلاَّ فَشَا فِيهِمُ الطَّاعُونُ وَالأَوْجَاعُ الَّتِى لَمْ تَكُنْ مَضَتْ فِى أَسْلاَفِهِمُ الَّذِينَ مَضَوْا. وَلَمْ يَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِلاَّ أُخِذُوا بِالسِّنِينَ وَشِدَّةِ الْمَؤُنَةِ وَجَوْرِ السُّلْطَانِ عَلَيْهِمْ. وَلَمْ يَمْنَعُوا زَكَاةَ أَمْوَالِهِمْ إِلاَّ مُنِعُوا الْقَطْرَ مِنَ السَّمَاءِ وَلَوْلاَ الْبَهَائِمُ لَمْ يُمْطَرُوا وَلَمْ يَنْقُضُوا عَهْدَ الله وَعَهْدَ رَسُولِهِ إِلاَّ سَلَّطَ الله عليهمْ عَدُوًّا مِنْ غَيْرِهِمْ فَأَخَذُوا بَعْضَ مَا فِى أَيْدِيهِمْ. وَمَا لَمْ تَحْكُمْ أَئِمَّتُهُمْ بِكِتَابِ الله وَيَتَخَيَّرُوا مِمَّا أَنْزَلَ الله إِلاَّ جَعَلَ الله بَأْسَهُمْ بَيْنَهُمْ».[10]

(له عبد الله بن عمر رضى الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم مو مخې ته راغی راته یې وویل: مهاجرینو! الله تعالی ته پناه وړم چې په پنځو خویونو اخته شئ! کوم قوم کې چې زنا عامه او ښکاره شي، الله تعالی یې په طاعون رنځوروي او داسې لوږه پرې راولي چې پر پخوانيو نه وه راغلې، هغه قوم چې په تله او پیمانه کې درغلي کوي الله تعالی یې په کاختۍ، سخت ژوند او د پاچا په ظلم کې يې ښکېلوي، هغه قومونه چې زکات نه ورکوي بارانونه پرې بندوي، که د څارویو لپاره نه وي څاڅکی هم پرې نه ورېږي، هغه قوم چې له الله تعالی او رسول سره شوې وعدې نه ماتوي مګر پردی دښمن پرې مسلط کېږي او هر څه ترې اخلي، هغه قوم چې مشران يې د الله تعالی کتاب ته غاړه نه ږدي الله تعالی یې پخپلمنځي جنګونو کې يې ښکېلوي).

۱. شیطاني طرحې او کړنې

انسي او جني شیطانان د فقر د خپراوي له لارې په بدلمنۍ او د بد لمنۍ له لارې يې په فقر اخته کوي. الله تعالی وايي: «الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ».[11]

(شيطان تاسې له بېوزلۍ نه وېروي او د بدلمنۍ ګناه ته مو هڅوي).

د فقر او بېوزلۍ رامنځته کول د بشري بېلاریو بنسټ دی، د پېغمبرﷺ دې دعاوو ته ځیر او پوه شئ چې د پېغمبرانو د راتګ یوه موخه په ټولنه کې د فقر له منځه
وړل وو.

 رسول الله (ﷺ) وايي: «اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفَقْرِ وَالْقِلَّةِ وَالذِّلَّةِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَظْلِمَ أَوْ أُظْلَمَ».[12]

(ای الله! له فقر، تنګسی او سپکاوی پناه در وړم او له دې څخه پنا غواړم، چې پر چا ظلم وکړم یا راباندې څوک ظلم وکړي).

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفَقْرِ وَالْفَاقَةِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ أَنْ أَظْلِمَ أَوْ أُظْلَمَ». [13]

(ای الله! له فقر او کاختۍ څخه پناه در وړم او له دې چې پر چا ظلم وکړم یا راباندې ظلم وشي).

«اللَّهُمَّ، إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْقَسْوَةِ وَالْغَفْلَةِ وَالْعَيْلَةِ، وَالذِّلَّةِ، وَالْمَسْكَنَةِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفُسُوقِ، وَالشِّقَاقِ، وَالنِّفَاقِ، وَالسُّمْعَةِ، وَالرِّيَاءِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الصَّمَمِ، وَالْبَكَمِ، وَالْجُنُونِ، وَالْبَرَصِ، وَالْجُذَامِ، وَسَيِّءِ الْأَسْقَامِ». [14]

(یا الله! له کمزورۍ او تمبلۍ پناه در وړم. له سختۍ، بې پروایۍ، محتاجۍ تنګلاسۍ پناه در وړم. له بې شرمۍ، بد مرغۍ، نفاق، ځان ښودنې او ریاء څخه پناه در وړم. له کوڼوالي، ګونګوالي، لېونتوب، پيس(برګي)، جذام او ټولو ناوړو رنځونو څخه پناه در وړم).

 رسول الله ﷺ چې له کومو شیانو پناه غوښتې، مخنیوی يې د اسلامي امت وجیبه ده.

مصلحین باید د فردي او اجتماعي پرمختیاوو لپاره تر هر څه له مخه د فقر په له منځه وړلو کې خپل کره او پوره نقش ادا کړي.

د قرآن کریم او نبوي احادیثو له لوستلو جوتېږی چې د مسلمانانو اساسي دنده په انساني ټولنو کې د فقر او فحشاء له منځه وړل دي.

فقر د کایناتو د تسخیر او کره استفادې له لارې او فحشاء د نکاح د اسانوالي او عادلانه تعدد له لارې له منځه ځي، چې دواړه د بشري سرچينو د سپېڅلتيا او غځېدا له لارې شوني دي.

که قرآن کریم ته د عمل په ډګر کې مخه وکړو ؛ نو تر جاپان په صنعتي چارو کې، تر چين په توليداتي چارو کې، تر امريکې په حربي چاروکې او تر اروپا په حقوقي، علمي او څېړنيزو چارو کې پرمختګ کوو او که مو ونه کړای شو، په حقيقت کې مو قرآن کریم شاته غورځولى، د قرآن کریم د اعجاز معنا دا ده چې پلي کوونکي يې تر هغو ولسونو چې قرآن کریم ورسره نشته، ډېر عزتمن، پياوړي، پوهان او د خیر او برکت سرچينې دي ؛ ځکه د قرآن کریم د اعجاز معنا یواځې په دې کې نه را لنډېږي، چې د ښو او کره ویناوو په ډګر کې یو چا ته ماتې ورکړي ؛ بلکې د قرآن کریم اعجاز د هسکو او ګټورو اعمالو او د ژوند په ټولو اړخونو کې د محسوسو ګټورو نتایجو په تر لاسه کولو کې جوتیږي.

انسي او جني شیطانان د اقتصادي ثبات د له منځه وړو له لارې بشري پرګنې په زرګونو نورو بې لاریو او حق تروړنو اړوي، اقتصادي ډب، اجتماعي ټولنېزه ګډوډي او سیاسي بې نظمي د ټولو بد اخلاقيو، ظلمونو او بحرانونو سرچينه ده، د اسلام او ايمان مدعيان چې د شيطاني فعاليت چينه نشي وچولاى، یعنې اقتصادي ستونزې نشي هوارولای ټولنیز عدالت، نشي تامینولای او سیاسي نظم نشي راوستلای، خپل اسلام او ايمان هم نشي ساتلاى نور ولسونه به څنګه د کفر او بدمرغيو څخه وژغوري.

که قرآنپال ولسونه غواړي قرآن کریم تطبیق کړي، د اسلامي بانکوالۍ، اقتصاد، صنعت او تولیداتو په برخه کې باید، په څېړنیزه علمي بڼه، په تولیداتي، تشکیلاتي، عملي سیستم او ایماني روحیې سره د نړۍ د اقتصادي پرمختیاوو مخکښ شخصیتونه وروزي او د دوی له لارې د اقتصاد نه ماتېدونکي سنګرونه تاسیس کړي.

په انساني ټولنو کې د ټولو شیطاني بریاوو سرچينه فقر او بېوزلي ده. فقر ډولونه لري، عقلي فقر، علمي فقر، اقتصادي فقر، اخلاقي فقر، جنسي فقر، اجتماعي فقر.. خو اقتصادي فقر د فقر د ټولو ډولونو مور ده.

فقر د شیطاني کړنو هغه خړه چينه ده چې انسانان په اسانۍ د شیطان او هوس په دام کې ښکیلوي.

د نېکو اعمالو، درنو ویناوو، ښو افکارو د قبلېدو لپاره حلال خواړه داسې شرط دی لکه په عبادت کې چې د جامو، بدن او ځای پاکوالی اساسي شرطونه دي، که جامې او ځای په حرامو وي او بدن په حرامو تغذیه شوی وي عمل نه قبلیږي.

ځکه نو الله تعالی پېغمبرانو ته وايي، لومړی حلال مال لاس ته راوړئ بیا نېک اعمال وکړئ!.

«يَآ أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ».[15]

(اى پېغمبرانو! پاک شيان وخورئ او نېک عمل وكړئ، تاسې چې څه كوئ زه پرې ښه پوهېږم).

پاکې هیلې، الله تعالی ته منلې ارزوګانې او شرعي پخې ارادې په حرامو تغذیه شویو زړونو ته لار نه پیدا کوي.

«وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ (١٢) إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ اٰيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ(١٣)».[16]

(له تېري ګرو او ګنهګارانو پرته بل څوک قرآن کریم دروغ نه ګڼي، کله چې مو آیتونه ورته تلاوت شي وايي: پخوانۍ کيسې دي).

معتد: هغه څوک چې د مخلوقاتو حقونه ضایع کوي.

اثیم: هغه څوک چې د الله تعالی حقونه ضایع کوي.

څومره چې یوه ټولنه د حلالې روزۍ او نېکۍ له لارې پرمخ ځي، هومره ټولنیز وحدت او د انساني ټولنو ترمنځ حسنه او ګټورې متبادلې اړیکې مضبوطېږي او غځېږي، زموږ په ټولنه کې د مذهبي، ګوندي، ژبني او سمیيزو تعصبونو ترشا یواځې د فقر زور او د سیاسي کړکېچونو او اختلافاتو تر شا د مشرانو او کشرانو د ناپوهۍ انګېزه ده چې غټو ښامارانو ته يې د کوچنیو ولسونو د خوړلو او بېلارۍ لار هواره کړې ده او بس.

د پورته دوو ستونزو تر حل وروسته الله تعالی انسانانو ته وايي چې تاسې ټول انسانیت یو ټولی یاست او زه ستاسې رب یم ؛ ځکه چې د دې ستونزو په موجودیت کې د انسانانو ترمنځ کرکه، بدبیني او نفرت راځي، انسانان د خپلو اساسي اړتياوو په حل او یو د بل په ځپلو کې دومره بوخت وي چې خپل رب هم ترې هېر وي.

«وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ».[17]

(او دا ستاسې امت يو امت دى او زه ستاسې رب يم، نو زما احکامو له مخالفته ځان وساتئ).

کله چې پورتنۍ ستونزې حل نشوې، د فقر ټغر ټول نشو او د فحشاوو مخه ډب شوه، الله تعالی ټولنیزه وضع داسې انځوروي، چې دغه ټولنه د تفرقې، تشدد او کورنیو شخړو پر لور ځي او ټولنیز ذلت کندې ته پرېوځي ؛ خو د ټولنې غدار او ظالمانه سیستمونه د ټولنې نتليو او ځپليو ولسونو او شړېدلو پرګنو ته د ستاینې وړ وي او دغه ستاینه د یوې مړۍ ډوډۍ په بدل کې وي.

«فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ».[18]

(خو وروسته خلكو خپل دين پخپلو كې ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې او ګوند پخپلو درلودنو ویاړل).

په دې وخت کې د هر لوی انسان هدف کوچنی شي، د هوسونو او غریزو د مړښت مخه، چې چا ته هواره وه، هغه نېکمرغه ګڼل کېږي، که د نورو انسانانو د وینو په تویولو، د مالونو په تروړلو، د شخصي، دولتي او عامه شتمنیو د تروړنې له لارې ځان د ظلم لوړ کچ ته رسولی هم وي.

کله چې په ټولنه کې غدار او خاینانه جوړښتونه د ستاینې وړ شول، نو وګړي هم خپلې وړتیاوې له لاسه ورکوي، ټولنې، وګړي او ایزمونه د بې پروایۍ، ظلم او خیانت څرګندې او شرمېدلې بېلګې شي.

«فَذَرْهُمْ فِي غَمْرَتِهِمْ حَتَّى حِينٍ».[19]

(ښه نو پرېږده دوى پخپل غفلت كې تر يوې ټاكلې نېټې پورې ډوب وي).

داسې قومونو ته رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم د اوبو ځګ ويلی دی.

غمرة یعنې: غَمْرَة ستونزې، مشقتونه او ربړې.

غمْرَة: د ځنګدن سختیو او ربړو ته ویل کېږي.

له دې آیت دوه آخیستنې ډېرې اړینې دي

       1.    هغه ولس چې په سختیو کې ښکېل وي دوی سره په ټکر او يو له بل مرور وی، پر ځان بسیا قومونه او پرمختللي شخصیتونه څوک په تفرق او تحزب کې نشي ښکېلولای د عقل، مال او شخصیت له پلوه فقیر او حقیر ولسونه په کې ښکېلېږي.

       2.    هغه ولس چې متفرق وي، د هغوی په منځ کې فرعوني سیاستوال ژبني، قومي، سیمه ییز او مذهبي شخړې، جنجالونه او مخالفتونه را پارولای شي، د منصب لېونيان د منصب پر سر سره جنګوي، د مال وږي د مال پر سر سره جنګوي، جنسي فقيران (بېوزلي) په جنسي چړچو بوختوي او دوی خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي.

       3.    پخپلو خولو په اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتۍ او مذهبي ناندریو کې ښکېل قومونه د ذلت په لومو کې زر او په ارزانه بیه ښکېلیږي.

ابن خلدون وايي: تر استبداد لاندې اوسیدلي قومونه پر ذلت روږدي کېږي او په رذیله اخلاقو اخته کېږي.

د بشري پرګنو د نجات او د اسلام د ترویج لپاره باید ولسونه له نېستۍ او پمنۍ څخه وژغورو. ځکه چې شيطان د نېستۍ او پمنۍ له لارې خلک په ګناهونو کې ښکېلوي.

۲. رحماني طرح

د هغو چارو د ترویج له لارې چې انسان پرې بښل کېږي او حلال مال ورباندې ترلاسه کېږي اصول يې الله تعالی په قرآن کریم کې موږ ته ياد کړي دي چې په همغه چوکاټ کې نوښتونه او پنځوونی را منځته کړو، بشري پرګنۍ له هر ډول توپير پرته له حلالو خوړو څخه له ذلت پرته په عزتمنه بڼه برخمنه کړو:

«وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ. ».[20]

(الله تعالی خپل بخشش او پېرزونې ته تاسې هيله من كوي، الله تعالی د ډېر پراخ لاس خاوند او پوه دى).

دلته په دې آیت کې الله تعالی لومړی شیطاني يادوي کوي او بیا رحماني علت یې دا دی، چې د شیطاني طرحې پلي کول اسانه دي، د ولسونو د غفلت، بې پروايۍ، ظلم او تروړنې له لارې راځي، خو د رحماني طرحې پلي کول عقلي پیاوړتیا، عاطفي سپېڅلتیا، کاري وړتیا، مسلکي روزنه د وړتیاوو مخلصانه کارونه، سالم ټولنیز جوړښتونه، په عادلانه بڼه د پیاوړي اقتصاد پر بنسټ ولاړه سیاسي ازادي او منظم اداري فعال جوړښتونه غواړي.



[1]. دولتي ، عامه او شخصي عقاري او منقوله مالونو یرغمل او شخصي کول ، دولتي ملکیتونه: هغه ځایونه دي چې دولتي تاسیسات یا د دولتي ماستر پلان لاندې وي ، که هر څوک تری شخصي ګټه پورته کوي غل او غاصب دی. عامه ملکیتونه: ځنګلونه ، مېرې ، دښتې ، سیندونه ، کاریزونه ، غرونه ، رغونه ، ورشوګانې او څړځایونه دي چې هر څوک یې شخصي کوي غاصب دی. شخصي ملکیتونه: د خلکو د شخصي ملکیتونو د شخصي کولو لپاره پلمې او سیستمونه پکارول. په افغانستان چې قاضي تطميع شي د عاميه ملکيتونو لپاره

[2]. ډار او وېره: داسې ټولنه کې هر انسان له بل انسان څخه ډاریږي ، هسې نه چې زیا مسلکي غاصبان شرعي قبالې په نا مشروعه بڼه هم جوړولای شي. نمن یې نکړي.

[3]. عام کېدل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاح د اسانولو ، ارزانولو ، او ارزښتمنولو له لارې یې با ثباته او عزتمنه ټولنه جوړه کړه.

[4]. ناروا قتلونه: د ملتونو او ولسونو ترمنځ د جنګونو له لارې ، په مخدره موادو(پوډر ، افیون ، تابلیتونو. . . ) د اعتیاد له لارې ، په مخمره موادو د روږدتیا له لارې ، پر مفتره موادو د اخته کېدو له لارې ، د بدلو درملو د ترویج او د طبیبانو د غیرمنصفانه او تاجرانه تجویز له لارې وژنې ، د بې کیفیته نفت ، پترول ، ګاز او ډیزل د کارونې له لارې ، د غلو دانو د انحصار له لارې ، د ونو او بوټو د نه کرلو او نه ترویج له لارې ، د ګوندي ، مذهبي ، قومي ، ژبني او شخړیزو تعصباتو د خپراوي له لارې غیر مستقیمې وژنې ، د انرژي ګانو له لارې وژنې چې اوس متاسفانه مروج دي.

[5]. له کخطۍ ، خوشکسالۍ او نېستۍ سره مخ کېږي او په شته مالونو کې بې برکتي ، د خوراکي او څښاکي توکو د کموالي ، د روزلیو او روزونکیو شخصیتونو له اهمال سره ، په علمي ، اخلاقي او جنسي فقر د اخته کېدو له لارې.

[6]. ناروا قتلونه.

[7]. د ژمنو ماتول او د مسوولیتونو نه اداء ، داسې حالت به راشي چې داکتر رنځور ته ، پلار او مور اولادونو ته ، استاد شاګردانو ته ، شاګردان استادانو ته ، رهبران خپلو پلویانو ته ، چارواکي رعیت ته په هېڅ ډول ژمنو ژمن نه وي.

[8]. مستعمره به شي. واك به يې پردۍ شي.

[9]. الشيباني محمد بن الحسن بن فرقد ، الموطأ ، ج۳ ، ص ۳۱۳.

[10]. الحاکم النيساپوري، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم، المستدرك على الصحيحين ، ج 4 ، ص 582.

[11]. البقرة: ۲۶۸.

[12]. الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد ، ج 14 ، ص 287.

[13]. ابن حبان ، ابو حاتم البستي محمد بن حبان بن التميمي ، ج۵ ، ص۵۴.

[14]. الحاکم النسياپوری، ابو عبدالله محمد بن عبدالله، المستدرك على الصحيحين ، ج 1 ، ص 712 ص.

[15]. المؤمنون: ٥١.

[16]. ن: 12-١٣.

[17]. المؤمنون: ٥٢.

[18]. المؤمنون: ۵۳.

[19]. المؤمنون: ٥٤.

[20]. البقرة: ۲۶۸.


No comments:

Post a Comment