لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۴.
کبرجنې ویناوې
هغه خلک چې د ټولنې په حق تروړنه کې اوږده
لاسونه لري، د هغوى ویناوې ځانګړی
سبک او د خپلو ویناوو پر ضد ځانګړې طریقه لري. د ساده باده، په ځان او ایمان
کمزوري خلک يې تل د خبرو ښکار کېږي او په
ناسمو چارو بوختېږي، په دنیا او آخرت کې د ټولنيزو جنايتکارانو ملاتړ او د دوى په پستو ويناوو غولېدل ډېری خطرناکې او
ناوړه پایلې لري ؛ ځکه چې د خبیثو ویناوو په لمسون تګ، دنیوي
شرمېدنه او اخروي ناکامېدنه ده.
که څه هم د ټولنې
کمزوري او بېوسې خلک د خپلو پوهانو خولې ته ګوري، خو متأسفانه چې د چارواکو د
دسترخوان ملنګي پر ډېرو سترو حقایقو د تورو پردو اچولو لامل ده. هغه ټولنه بدمرغه ده چې چارواکي
يې شتمن پوهان يې ناداره او بيا په نادارۍ کې د حرامخورو مشرانو د دسترخوان ملنګان
وي.
په دغسې ټولنو کې زورور باطل
پالي او کمزوري د زورورو ډول ته ناڅي، اوتو بوتو ته يې لاسونه کوي، پوهان يې د
خپلو شخصي ګټو تر بریده مخلصانه او مصلحانه کارونه کوي، د شخصي او فردي ګټو د خوندي
کېدا لپاره د اجتماعي خدمتونو، پرمختیاوو او ناخوالو په اړه تشې لاپې، غوړې او د حافظ غونډارې را
غورځوي او الله تعالی پر داسې خلکو بهرني او کورني لېوني
سپي مسلطوي چې پړه یې پر پوهانو او واکوالو ده.
الله تعالی په آخرت کې د دوی حال
داسې بیانوي: «وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ
الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ
أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ الله مِنْ شَيْءٍ قَالُوا لَوْ
هَدَانَا الله لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا
لَنَا مِنْ مَحِيصٍ».[1]
(دا خلک چې كله يو ځاى د الله تعالی په مخکې راڅرګند شي، نو په هغه وخت به
(له دوی نه) هغه كسان چې په دنیا كې كمزوري وو هغو كسانو ته به چې لويي يې كوله، ووایي:
په دنيا كې موږ ستاسې پلیوني (تابعدار) وو، اوس تاسې د الله تعالی له عذاب نه زموږ د ژغورلو
لپاره څه كولاى شئ؟' هغوى به ځواب وركړي ' كه الله تعالی د ژغورنې كومه لار ښودلې
واى، نو موږهم به هرو مرو در ښودلې واى. اوس خو بې توپيره ده، كه موږ بي صبري يا
صبروکړو، په هر حال زموږ د ژغورنې څه لار نشته').

No comments:
Post a Comment