لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲۵.
دروغجنې وعدې
د درواغجنې وعدې بنسټګر شیطان دی، له آدم (علیه السلام) نه تر دې دمه یې بې
شمېره انسانان په خوږو، غوړو وعدو او ښو الفاظو د جهنم کندې ته غورځولي دي او په
آخرت کې بیا ورته وايي:
«وَقَالَ الشَّيْطَانُ
لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ الله وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ
فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِي عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ
دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا
أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا
أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظالمينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ».[1]
(او كله چې
فيصله وكړاى شي نو شيطان به ووایي: حقيقت دا دى الله تعالی چې له تاسې سره كومې وعدې كړې وې، هغه
ټولې ريښتنې وې او ما چې درسره څومره وعدې وكړې له هغو نه مې يوه هم درسره پوره نه
كړه، زما پر تاسې څه زور نه و، ما بې له دې، چې خپلې لارې ته مې بللي واست بل څه
نه دي کړي او تاسې زما بلنې ته غاړه کېښوده. اوس پر ماپړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړه
وګڼئ. دلته نه زه ستاسې فرياد ته رسېداى شم او نه تاسې زما فرياد ته. له دې نه مخكې
چې تاسې زه په خدائۍ كې شريک
ګرځولى وم زه له هغې نه منکر يم، د داسې ظالمانو لپاره خو په يقيني ډول دردناكه
سزا ده).

No comments:
Post a Comment